پر څرخ ولسوالۍ ډله ییز برید د ۶ برید ګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 1, 2016)

Logarد لوګر والي حلیم فدایي وایي، چې د څرخ ولسوالۍ پر ودانۍ د وسلوالو طالبانو ډله ییز برید د شپږ برید ګرو په وژل کیدو پای ته ورسید.

 ویل کیږي، چې په پېښه کې دولس نور وسلوال ټپیان شوي دي.

په دې برید کې د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوی او د څرخ د امنیه قوماندان په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.

د څرخ ولسوال وایي؛نن سهار پېنځه بجې شاوخوا دوه نیم سوه وسلوالو پر ولسوالۍ برید کړی و، چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت او ټینګارسره مخ شول.

د لوګر د ولایتي شورا غړی حسیب الله ستانکزی وایي، یوه ځانمرګي برید ګر خپل چاودیدونکي توکي د ولسوالۍ په دوه یم قراول کې والوځول او نورو برید ګرو ته یې زمینه برابره کړه، چې د مولانا یعقوب چرخي لیسې ته، چې له ولسوالۍ سره نږدې پرته ده ننوځي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …