عاجل خبرونه

پر افغانستان د امریکا یرغل ۱۵ کلن شو

(Last Updated On: اکتوبر 7, 2016)

images-2

نن د اکتوبر اوومه ده، پېنځلس کاله مخکې په همدې ورځ امریکا او متحدینو یې پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو رژیم یې راوپرځاوه.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه د امریکا د وخت ولسمشر وویل، چې طالبانو د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو اصلي پلان جوړونکی اسامه بن لادن  ورونه سپاره او دا غوښتنه یې رد کړه.

د اکتوبر پر اوومه امریکا د طالبانو پر څو مهمو مرکزونو هوایي ګوزارونه وکړل، چې لومړنی هغه یې پر کابل و.

د افغانستان ملي دفاع وزارت پر طالبانو د امریکا او متحدینو دغه بریدونه ستر ماموریت بولي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي؛ دا، چې د سیمې رای، دسیمې نظر او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو غوښتنه د طالبانو د راپځولو لوري ته راوګرزول شوه، یو بریالیتوب و.               

د طالبانو د رژیم په پرځیدو د خلکو په ژوندانه کې د پام وړ بدلون راغی؛ د افغانستان په اړه څو نړیوالې غونډې جوړې شوې، د هلکانو تر څنګ میلیونونه نجونو هم دا فرصت  پیدا کړ، چې ښوونځیو او پوهنتونو ته ولاړې شي او د دندو د تر سره کولو لپاره له کوره بهر شي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د امریکا د دغه پوځي لاسوهنې ناوړه پایلې څه وې؟

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، د امریکا پوځي برید پر افغانستان د دغه هېواد د ورانیو او په ځانګړي توګه د ځوانانو او نظام د فرهنګي شتون د له منځه تلو ښکارندویي کوي.              

د نوموړي په وینا؛ په خواشینۍ، چې په دې وروستیو کې جګړې زور واخیست، جګړه ډېرو ولایتونو ته پراخه شوه، یو شمېر پانګوال له هېواده ووتل او مونږ خپل ځوان قشر له لاسه ورکړ.

فکر کیده، چې د امریکا او متحدینو په راتګ به نور افغانستان له جګړو او ناامنیو خلاصی ومومي؛ خو له لنډې مودې وروسته طالبانو بیا سر را پورته کړ او د هر کال په تېریدو جګړو زور واخیست.

د دواړو لوریو تر منځ په نښتو کې ډېر تلفات واوښتل او ملکیان د دغو جګړو اصلي قربانیان ول.

که  څه هم کره شمېر معلوم نه دی، چې څومره کسان به په دغو جګړو کې وژل شوي وي؛ خو د بشر حقونو خپلواک کمیسیون کمیشنر عبدالرحمن هوتک د موندنو له مخې، له ۱۳۸۸ل کال څخه تر اوسه له ۳۵  څڅه تر ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.

د هغه په وینا؛ ډېر ملکیان طالبانو زیانمن کړي دي.  

د امریکا او متحدینو د دغه پوځي اقدام موخه د وسلوالو طالبانو او د القاعده ځپل او له منځه وړل ول؛ خو د پېنځلس کلونو په تېریدو طالبان بیا هم افغانانو او دولت ته یو لوی ګواښ دی.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیالمیرزا محمد یارمند وایي، پاکستان د پخوا په څیر د افغانستان لپاره ځانګړی پروګرام لري؛ هغه مدرسې، چې د د مجاهدینو په پېر کې پرانستې وې او هم پرانستې دي. پاکستان په همدې بنسټ خپل پروګرام درولی نه دی او دا کار پر دغه هېواد له فشار راوړلو سره تړاو لري.               

ځینې کابل ښاریان پر طالبانو د امریکا هوایي بریدونه د نوي ژوند لپاره خلکو ته د هیلو پیل بولي؛ خو پر دولت له دې کبله نیوکه کوي، چې ولې یې ناامنۍ کابو کړي نه دي.

د کابل اوسیدونکیامین الله وایي، ډېر بدلون راغلی؛ خو جنګ دی او خلک له اندېښنو خلاص شوي نه دي.        

په تېرو پېنځلس کلونو کې د امریکا او افغان حکومت اړیکې له لوړو ژورو سره هم مخ شوي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني په دوره کې د دواړو لوریو اړیکې، چې د حامدکرزي په وخت کې سړې شوې وې، بېرته تودې شوي؛ امریکا، ناتو او متحدینو یې ژمنه کړې، چې افغانستان به یوازې نه پریږدي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …