پخپل سر د نرخونو لوړوونکي وگواښل شول

(Last Updated On: October 2, 2014)

tejarat

د سوداگری وزارت وایی، چې ولسمشرپه ټولوهغو سوداگروغږ کړی، چی پخپل سر په نرخونوکی لاس وهنه کوي.

اسلم حجاب رپوت راکوي، چې افغان ولسمشرمحمد اشرف غنی احمدزی نن( د تلې ۱۰) د خصوصی سکتور له غړیو، د سوداگرۍ وزیر، د اصنعتکارانو اتحادیی او د سوداگرۍ خونی سره خپله لومړنۍ ناسته تر سره کړه.

د دې ناستې موخه دا وه، چې له هغو ستونزې واوری.

دسوداگرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندی وايي:

ولسمشر پرهغو فرصت طلبو سوداگری غږ وکړ، چی که له دی وروسته پخپل سره قیمتونه لوړ کړي او دغه ملت ته ستونزی جوړی کړي؛ نو حکومت به په بشپړه توگه هغه برخه انحصار کړي.

نوموړي همداراز له سوداگرو سره ژمنه کړي، چې:

ټولې هغه ستونرې، چې د دوی په وړاندی شته ورته د حل لارې جوړې کړي او له عدلیې وزارت څخه یې غو ښتي، چی د سوداگرۍ په قوانینو کې شته ستونزې ټولې په جدیت حل کړي.

افغان ولسمشر همداراز د فواید عامی وزارت ته دنده سپارلې، چې تر راتلونکیو نهه میا شتو باید د هېواد حلقوي سړک بشپړ او د سوداگرو ټولي ترانسپورتِ ستونزي حل کړِ.

نوي ولسمشر د وږي په ۳۱ لوړه وکړه او د چارو واگې یې تر لاسه کړې دي.

About Ariana News

Check Also

داعش ډلې په ننګرهار کې طالبان په شا تمبولي

(Last Updated On: April 24, 2019)ننګرهار کې د داعش جنګیالي شیرزادو ته رسېدلي. دمګړۍ د …