عاجل خبرونه

پخواني مجاهدين له دولت غواړي چې د جهاد سپېڅلي ارزښتونه وساتي

(Last Updated On: April 27, 2016 7:07 pm)

vlcsnap-2016-04-27-19h05m11s82

مجاهدين له ملي يووالي د مجاهدينو د ارمانونو پوره کېدل غواړي، د ۱۳۷۱لمریز کال د غویيپه اتمه مجاهدینو د ډاکټر نجیب روسي پلوه رژیم له څوارلس کلنو جګړو وروسته نسکور کړ او واک ته ورسېدل.

کابل کې د مجاهدینو تر منځ جګړې پیل شوې چې وروسته طالبان فعال شول او د کابل په ګډون یې د هېواد زیاتې سیمې ونیولې، خو نړیوال اېتلاف په ۲۰۰۱کال کې د طالبانو رژیم نسکور کړ.

د غویی اتمه هر کال په کابل او د هېواد نورو سیمو کې نمانځل کېږي، خو ځینې جهادي څېرې په اوسني حکومت نیوکه کوي او وايي چې نظام کې د جهادیانو ونډه پیکه ده.

له نن څخه ۲۴کال وړاندی مجاهدین واک ته ورسېدل. یو شمېر جهادي غړي دغه ورځ ستايي او وايي چې د جهاد له برکته افغانستان له ستر نیواکګر پخواني شوروي وژغورل شو او د اوسنیو لاسته راوړنو لوی علت همدا جهاد دی. دویپه حکومت نیوکه کوي چې په وینا یې د مجاهدینو رول یې پیکه کړی دی.

د کابل د چهاردهي د مجاهدینو د همغږۍ او انسجام آمر محمد مبین شریفي وايي: “نن ډېره نیکه ورځ ده د مجاهدینو له برکته حکومتداري رامنځ ته شوه، ملت ازاد شو او د مجاهدینو له برکته ځوانانو ته زمینه برابره شوه ترڅو هېواد د پرمختګ لور ته بوزي خو په اوسني نظام کې د مجاهدینو ونډه لکه څرنګه چې اړتیا ده نه لیدل کېږی.”

خو ځینې خلک بیا د غویياتمه د افغانستان د بدبختیو پیل بولي.

سیاسي فعال ارین خیبر وايي: “د ثور اتمه د افغانستان د بدبختی ورځ ده د سیمې استخباراتو او نړۍ د افغانستان د خلکو له پاکو احساساتو ناوړه ګټه واخیسته او خلک يې د ملي حاکمیت پر وړاندې پورته کړل. کابل ته د ډلو له رسېدو سره وژنې، غلا او کابل له خاورو سره خاورېشو.”

د غویياتمه سږ کال په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې لا هم د جګړو اور بل دی. حکومت د دغې جګړې د له منځه وړلو له پاره له پاکستان سره د تودو اړیکو جوړولو هڅه وکړه خو په کابل کې د تېرې سې شنبې ورځې خونړي برید حکومت اړ کړ چې د طالبانو او پاکستان په وړاندې خپل دریځ بدل کړي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …