عاجل خبرونه

پاک- افغان حکومتونه دې له اقتصادي چارو سره سیاسي چلند نه کوي

(Last Updated On: جنوري 14, 2016)

vlcsnap-2016-01-14-12h16m53s115

د افغانستان او پاکستان د سوداگرۍ او صنایعو خونې چارواکي د دواړو هېوادونو له حکومتونو غواړي،چې له اقتصادي چارو سره سیاسي چلند ونه کړي.

 

په کابل کې د چارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان د سوداگرۍ خونو گډه غونډه تر سره شوه. په  دې غونډې کې پراقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.

 

 دواړه لوري ټینگار کوي،چې د کابل او اسلام آباد حکومتونه باید له اقتصاد سره سیاسي چلند ونه کړي.

 

خانجان الکوزی  د سوداگرۍ او صنایعو خونې مرستیال وایي، زمونږ اقتصادي وضیعت باید د سیاسي کړکیچونو له پاره خراب نشي او پراقتصاد اغېز ونه کړي.

 

زبیر موتي والا  د افغانستان او پاکستان د گډې خونې رییس وایي، راځئ،چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیاسي او سوداگریزو اړیکو کې ټولیز توپیر را منځته کړو. کله،چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر کومې مسالې پرېکړه کیږي، یوازنۍ ستونزه د قانون نه تطبیق دی. دا،چې دغه پرېکړې نه تطبیق کیږي په دې کې نه د افغانستان او نه هم د پاکستان د سوداگرۍ خونې مسوولیت لري، بلکې ستونزه د دواړو هېوادونو د دولتونو ده.

 

له دې سره سم د سوداگرۍ او صنایعو سوداگریز مرستیال مزمل شینواري وایي، په اپتا کې باید ځینې بدلونونه راشي او له بدلون وروسته به تمدید شي.

 

افغان سوداگر او د متشبیثونو د بورد مشر رحم الدین حاجي آغا وایي،  په خبرو  کې ښه یو؛ خومونږ او پاکستان په عمل کې هیڅ هم نه یو.

 

څلور کاله کیږي،چې د افغانستان او پاکستان د سوداگرۍ او صنایعو خونه جوړه شوې ده. د دواړو هېوادونو تر منځ سوداگریزه کلنۍ راکړه ورکړه دا مهال څه باندې دوه میلیارد دالرو ته رسیږي؛خو افغان سوداګر وایي، په پاکستان کې ورته وخت ناوخت ستونزې جوړیږي.

 

خبریاله: نبیله حفیظي.

 

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …