پاکستان پر شاهین قول اردو د برید په غبرګون کې د خواشینۍ څرګندونه کړې

(Last Updated On: اپریل 23, 2017)

 

1پر شاهین قول اردو د برید په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز له افغان دولت سره خپل غمرازي او خواشیني په ډاګه کړې ده.

پر شاهین قول اردو له برید وروسته د پاکستان لومړي وزیر او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز ویلي، چې ترهګر د افغانستان او پاکستان ګډ دښمنان دي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف څرګنده کړې، چې مونږ پر شاهین قول اردو د ترهګرۍ دغه وحشي عمل په کلکو ټکو کې غندو.

د نوموړي په وینا؛  ترهګر اوس هم  په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ګډ دښمن دی.

اروپايي ټولنې او ایران بیا ویلي، چې د افغانستان کړکیچ یوازې د سولې له لارې شونی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بهرام قاسمي وایي، د ایران اسلامي جمهوریت  په سیمه او افغانستان کې د ثبات لپاره ژمن دی.

نوموړي ویلي، د ستونزې حل په دې کې دی، چې د امریکا او نورو بهرنیانو د لاسوهنو مخنیوی او له وسلوالو مخالفینو سره د سولې خبرې وشي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر د اعلامیې له مخې؛ یوازې یو څه کولی شي، چې د افغانانو روانه ستونزه حل کړي او هغه هم د جګړې پر ځای د سولې او خبرو پراخه لار منل دي.

له دې مخکې په افغانستان کې د ناتو عمومي قومندان او د هند لومړي وزیر هم پر شاهین قول اردو برید په سختو ټکو کې غندلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا هم د یوشمېر هېوادونو استازیو ته د بلخ د پېښې په غبرګون کې د غچ اخیستو ګواښ کړی دی.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …