عاجل خبرونه

پاکستان له تېرې یوې میاشتې راهیسې د تورخم لار تړلې

(Last Updated On: فبروري 13, 2018)

د سوداګرۍ خونه وايي، پاکستان له تېري یوې میاشتي راهیسې د تورخم لار تړلې؛ افغان موترو ته اجازه نه ورکول کیږي، چې پاکستان ته ولاړ شي، خو پاکستاني موتر آزادنه افغانستان ته رادننه کیږي.

د سوداګرۍ خونې ویاند  صیام الدین پسرلی وايي، له تېري یوې میاشتي راهیسی پاکستان د افغان  سوداګرو په وړاندې لارې تړلي او د افغان سوداګرو لسګو نه د انارو، مڼو او مالوچو بار لارۍ بندې ولاړې دي؛ خو د پاکستان له لوري ور څخه ګرنتي کارت غو ښتنه کیږي.

دی له حکومته د ستونزي د حل غو ښتنه کوي او وايي، باید د پاکستان له موترو سره هم ورته کار تر سره شي.

ښاغلی پسرلی زیاتوي، مونږ تر یوه بریده خپل مالو نه بېرته راګرزولي، چې له نورو لارو یې بهرته صادر کړو؛ خو مالوچ، مو پاتې دي او په زرګونه دالر یې زیانمن کړي یو.

د افغانستان د متشبثینو عالي بورد مشر رحم الدین حاجي آغا رسنيو ته ويلي، چې  له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې پاکستان د تورخم له لارې د افغان پنبې پر صادراتو بندیز لگولی دی.

دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ دا مهال په هلمند او د هېواد په شمالي ولایتونو کې، چې پنبه ډېره کرل کېږي، کروندګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، خصوصي سکتور باید خپل ترانزیت او سوداګري له زیانمنونکیو سیمو څخه بل لوري ته راوګرزوي؛ د منځنۍ آسیا او چابهار له لارې خپله سوداګري پراخه کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه ادریس عبدیاني وایي، حکومت باید لومړی له پاکستان سره دا ستونزه حل کړي او که داسې نکوي؛ نو بیا دې د  پاکستان له وارداتو سره هم ورته چلند سپارښتنه وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین هم د ا ستونزه مني او زیاتوي؛ له پاکستاني لوري سره خبري پیل شوي، چې د ستونزې د حل لپاره لارې چاري وګوري.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال افغان سوداګرو ته د لار د خلاصیدو ډاډ ورکړی و؛ خو لار هماغسې بنده ده.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …