پاکستان په افغانستان کې وروستي بریدونه وغندل

(Last Updated On: اکتوبر 21, 2017)

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر داکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره خبرې اترې کړي او د همکاریو تر څنګ یې ورسره پر یو شمېر راپورته شویو ستونزو خبرې کړې دي.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ رسنیو ته په ډاګه کړې، چې  د پوځ مشر له افغان سفیر سره په لیدنه کې د دغه هېواد پر ملي اردو او ملکي موخو بریدونه غندلي دي.

د خبرپاڼې له مخې د پوځ د مشر ویلي، چې دواړه هېوادونه(افغانستان او پاکستان) له ترهګرۍ ډېر اغېزمن شوي؛ خو دا بریدونه به په سیمه کې د امن لپاره زمونږ ژمنتیا ټکنۍ نه کړي.

په اسلام آباد کې افغان سفیر داکتر حضرت عمر زاخېلوال هم رسنیو ته د پوځ له مشر سره له لیدنې یادونه کړې او لیکلي یې دي، چې نن مې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کابل ته د هغه له سفر وروسته ولیدل او پر یو شمېر مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو مو خبرې وکړې.

حضرت عمر زاخېلوال د پاکستا ن د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره هم کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړي دي.

پاکستانيو رسنیو له دې کتنې څرګنده کړې، چې جنجوعه د سیمې د اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزې نښلوونې لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات مهم بللی او دواړو چارواکو کابل ته د پوځ د مشر له سفر وروسته د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي ډاډ ښودلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د پوځ مشر د روانې میاشت په لومړۍ نېټه په یو ورځني سفر کابل ته تللی و او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې پر یو لړ مسائلو خبرې کړې وې. دغه راز دا هم په ډاګه شوې، چې ولسمشر غني به لومړی هند او بیا پاکستان ته سفر کوي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …