عاجل خبرونه

پاکستان اوس د ترورستان نوم خپل کړی- اینم ګامبر

(Last Updated On: سپتمبر 23, 2017)

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هند د استازې مرستیاله وایي، پاکستان د ترهګرو په پاللو او صادرولو د یوې ترهګرې جغرافیې یا ترورستان نوم خپل کړی دی.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د هند د استازې مرستیاله  اینم ګامبر د ترهګرو په تړاو د پاکستان پر فعالیت نیوکه وکړه او وایي، چې پاکستان میلیاردونه دالر پوځي او نړیوالې پرمختیایي مرستې په خپله خاوره کې د ترهګرو د یوه خطرناک جوړښت پر را منځته کولو لګولي دي.

د پاکستان لومړي وزیر بیا د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي اسامبله کې د خبرو پر مهال هند تورن کړ، چې له پاکستان سره د سولې خبرو ته لیوالتیا نه لري.

په ملګرو ملتونو کې یو بل پاکستانی ديبلومات افغان حکومت له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پړ ګڼي.

د ملګرو ملتونو  په سازمان کې د پاکستان دیپلومات تیپو عثمان وایي؛ افغانستان د دې پر ځای، چې نور د خپلو ستونزو په اړه ملامت کړي، په هغو سیمو کې دې د ترهګرو د مرکزونو د له منځه وړلو لپاره کار وکړي، چې د حکومت ولکه په کې نشته او له خپل جنګي اقتصاد سره جوړ شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي مرستیال نظیف الله سالارزی دغه خبرې د نړیوالو افکارو د انحراف لپاره هڅه بولي او وایي، دا ډول خبرې د نړیوالو افکارو د انحراف لپاره د پاکستان یوه هڅه ده. پاکستان غواړي په دا ډول خبرو پخپل دې عمل پرده واچوي، چې په خاوره کې یې د ترهګرو خوندي پټنځایونه شته او د له منځه وړلو لپاره یې کار نه کیږي.

د امریکا ولسمشر هم د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال ویلي وه، چې نور به د هغو هېوادونو  دا کړنې ونه مني، چې له ترهګرو ملاتړ کوي.

خبریال: فهیم نوري

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …