پاکستانۍ ملیشې د جاني خېل ولسوالۍ جګړه اداره کوي

(Last Updated On: August 03, 2017 7:45 pm)

په سویل ختیځ ولایتونو کې پوځي مسوولین وایي، که څه هم پاکستان له افغان پوځ سره د دیورند کرښې دواړو خواوو ته د وسلوالو د ځپلو لپاره د ګډو عملیاتو هوکړه کړې؛ خو پاکستانۍ ملیشې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ښکېل دي.

د پولیسو د ۲۰۳ سپین غر زون قومندان اسدالله شېرزاد وایي؛ که څه هم پاکستان هوکړه کړې، چې د دیورند کرښې په دواړو غاړو کې به د وسلوالو د ځپلو لپاره له افغان ځواکونو سره په ګډه عملیات کوي، خو د دې ژمنې خلاف یې عمل کړی.

د نوموړي په وینا، په جاني خېلو ولسوالۍ کې حتا د پاکستان ملیشه ځواک له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړو کې لیدل شوي دي.

په عملیاتو کې د افغان ځواکونو تر ټولو غوره اقدام د  A-29سوپرتوکانو الوتکو هوایي بریدونه دي؛ ځکه دلته غرونه د جلغوزو پر ونو پوښل شوي او هسک دي. سره له دې بیا هم امنیتي ځواکونه توانیدلي، چې رباط او  شپیګل غاښي له وسلوالو  بېرته ونیسي.

جاني خېل ولسوالۍ شاوخوا لس ورځې مخکې د طالبانو تر کنترول لاندې راغله او څو امنیتي سرتېري هم ور سره یرغمل شول. دغه ولسوالۍ تېر کال هم د څو ورځو لپاره طالبانو نیولې وه.

خبریال: احمد فرشاد صالح او  راز محمد راوش

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: September 24, 2018 2:35 pm) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي …