پاکستان اوافغانستان پر سرحدي او امنیتي مسایلو ټينگار کړی

(Last Updated On: اګست 3, 2017)

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید باجوه او د افغانستان لوی سفیر داکتر عمر زاخېلوال د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د کرښې په شاوخوا کې یې د وسلوالو د ځپلو په اړه دوه اړخیزې خبرې کړې دي.

زاخېلوال په خپل تویتر کې د کابل او اسلام آباد د دوه اړخیزو ناندرو پر څرنګوالي بحث کړی دی.

عمر زاخیلوال هم په دې لیدنه کې ویلي، چې ترهګري سیمه گواښي او له دې سکالو سره رښتینې مبارزې ته اړتیا ده.

 جنرال قمر جاوید باجوه له حضرت عمر زاخیلوال سره په خبرو کې ویلي، چې دوی له وسلوالو  سره د مبارزې په برخه کې جدي دي او ورسره به یې روانه وساتي.

د پاکستان د رسنیو دفتر هم په ډاګه کړې، چې د دواړو حکومتونو خبرې پر امنیتي حالت او د پولې پر مدیریت راڅرخیدلي دي.

About Ariana News

Check Also

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو …