عاجل خبرونه

پاکستان ننګرهار ته د مخالفینو د رالیږدولو هڅه کوي

(Last Updated On: جولای 25, 2017)

د پاکستان استخبارات هڅه کوي، چې د  ننګرهار ځينې مهمې سیمې د وسلوالو مخالیفینو تر ولکې لاندې راولي او د روزنې مرکزونه یې ور ولیږدوي.

په ننګرهارکې له افغان سرتېرو سره د مخالیفینو نښتې پراخې شوي؛ خو امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي وايي، چې ای ایس ای د ننګرهار ولایت د ځينو مهمو سیمو د لاندې کولو هڅې کوي او غواړي د وسلوالو مخالفینو د روزنې مرکزونه ورولیږدوي.

رحیمي زیاتوي؛ پر همدې لامل کرښې ته نږدې مو د وسلوالو ضد ځانګړي او ګډ عملیات ډېرکړي، چې په درې اوونیو کې ۱۶۸ مخالفین وژل شوي دي.

پر ځینو ولسوالیو سربېره په جلال آباد کې هم ناامنۍ ډېرې شوي او خلک په ښارکې له وسلوالو غلاوو او هدفي وژنو اندېښمن شوي دي.

عبدالرحمان رحیمي دا هم په ډاګه کړې، چې پولیسو د مجرمینو پر وړاندې په اقداماتو کې ۱۸۳ تنه هم نیولي دي.

په ننګرهار کې د نشه يي توکیو کاروبار هم  خلکو ته اندېښې رامنځته کړي او سږ کال د ننګرهار له ۲۲ ولسوالیو څخه په شپاړس هغو کې کوکنار او چرس کرل شوي، چې د نامنیو د زیاتیدو یو لامل هم همدا نشه يي توکي دي.

پولیسو د نشه يي توکیو پر ضد په هڅو کې له تېرو درې اوونیو راهیسې ۱۰۹۸ کیلوګرامه بېلابېل نشه يي توکي او په تړاو یې ۱۳ تنه هم نیولي دي.

د دغه ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې تازه د ښاري امنیت لپاره د امنیتي بنسټونو یو ګډ کمیسون هم جوړ شوی.

خبریال: رحمت الله زیارمل نور

About Ariana News

Check Also

په زابل کې بندي طالب پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) چارواکو څرګنده کړې، چې د زابل ولایت په شهرصفا …