عاجل خبرونه

پاکستان له طالبانو غوښتي، چې د سولې خبرو ته خپل استازي ورولیږي

(Last Updated On: فبروري 27, 2016)

vlcsnap-2016-02-27-08h54m52s251کابل کې د کب په څلورمه په څلورمه څلور اړخیزه ناسته کې د افغان حکومت او طالبانو د استازیو تر منځ د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې د مخامخ خبرو پرېکړه وشوه.

اوس،چې دې نېټې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، کوربه هېواد پاکستان وایي، د خبرو اړخونه باید د خبرو له پیل مخکې شرطونه وړاندې نه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي،چې له طالبانو سره یې اړیکه نیولې او د دغې ډلې له ټولو څانګو او نورو وسلوالو ډلو یې غوښتي،چې خپل استازي اسلام آباد ته له افغان حکومت سره د خبرو له پاره ولیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا وایي؛ څلور هېوادونه،چې د مذاکراتو په بهیر کې برخه لري، برابرې هڅې کوي او هر هېواد ژمن دی،چې د خپل وس له مخېبه دغه بهیر کې مرسته وکړي او د طالبانو له ټولو ډلو سره د اړیکو جوړولو هڅه روانه وساتي.غواړم ټینګار وکړم: د طالبانو له ټولو څانګو غوښتنه شوې،چې خپل استازي اسلام آباد ته د سولې د خبرو د لومړي پړاو له پاره ولیږي.

افغان دولت هم له پاکستان غوښتي،چې د سولې خبرو ته لس مطرح طالبان حاضرکړي.

راپورونه وایي،چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب او حقاني شبکې د سولې له بهیر ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني هم د طالبانو له ټولو ډلو غوښتي،چې وسله پر ځمکه کیدي او د سولې خبرو ته حاضر شي.

سیاسي شنونکی محمد ناطقي وایي،د طالبانو ټولې ډلې دې د خپلو استازیو په رامخته کولو د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

سوله د افغانانو لومړنۍ غوښتنه ده، د څوارلس کلونو په تېرېدو او په دې لار کې له شویو هڅو سره سره اوس هم  ا فغانان دغه هدف ته نه دي رسیدلي او تر اوسه نه ده معلومه،چې د افغانانو دغه غوښتنه به کله پوره کیږي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …