عاجل خبرونه

پاکستان له افغانستان سره په پوله ګمرکي تاسیسات جوړوي

(Last Updated On: August 11, 2016)

vlcsnap-2016-08-11-11h56m57s213

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ویلي؛ ډېر ژر به  له افغانستان سره په پوله ګمرکي تاسیسات جوړ کړي، چې د دواړو لوریو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه آسانه شي.

 د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیرخان، چې د پاکستان، مرکزي آسیا او افغانستان په سوداګریزه غونډه کې خبرې کولې وویل، چې سیمه ییز مواصلات کولی شي د پاکستان، افغانستان او مرکزي آسیا د هېوادونو د خلکوژوند ښه کړي.

دغه پاکستانی چارواکی وایي، پاکستان په راتلونکې کې له افغانستان او مرکزي آسیا سره اقتصادي اړیکو ته ارزښت ورکوي.

د هغه په وینا؛ اسلام آباد له افغانستان سره د ترجیعي هوکړه لیک پیل ته لیوال دی او په دې برخه کې یوه طرحه له وړاندې ګاونډ هېوادونو ته لیږل شوې ده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په لوګر کې د جنسي ځورودنې لومړنۍ پلټنې پیل شوي- لویه څارنوالي

(Last Updated On: December 8, 2019)لویې څارنوالۍ په ډاګه کړې، چې د لوګر د مدني …