عاجل خبرونه

پاکستان صادق نه دی؛ نو، ځکه د سولې په بهیر کې پرمختګ نه کیږي

(Last Updated On: April 02, 2016 4:00 pm)

vlcsnap-2016-04-02-15h50m17s221

د سرلوړي افغانستان د بنسټ رییس وایي؛ په داسې حال کې،چې طالبان د نړیوالو ځواکونو وتل د وړاندې شرط په توګه مطرح کوي، خو له بلې خوا له بهرنیانو سره په  اړیکه کې دي.

د سرلوړي افغانستان بنسټ رییس زلمی خلیلزاد له آریانا نیوز سره په خبرو کې وایي، پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې رښیتنی نه دی او دا کار د د‎ې سبب شوی،چې دسولې بهیر پرمختګ ونه کړي.

ښاغلی خلیلزاد وایي، افغان دولت باید د وضعیت د ښه والي له پاره له طالبانو سره د خبرو تر څنګ د امنیت د ښه والي، ښه حکومت او اقتصادي پرمختګونو په لار کې هم ګامونه واخلي.

افغان دولت ویلي،چې  طالبانو د سولې په بهیر کې د نه ګډون اعلامیه خپره کړې؛خو اوسهم هیله من دي،چې له طالبانو سره به  د دولت مخامخ خبرې پیل شي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …