پاکستان د سولې په بهیر کې خپلې هڅې روانې ساتي- نفیس زکریا

(Last Updated On: اکتوبر 21, 2016)

vlcsnap-2016-10-21-11h54m18s144

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیاټینګار کړی،چې هېواد به یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د دې هېواد د سولې په بهیرکې خپلې هڅې جاري وساتي.

ددغه وزارت ویاند نفیس زکریا همداشان په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره سیاسي خبرې اترې او مذاکرات تر ټولو غوره لار بللې او په دې لړ کې یې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون لاسلیکول ښه بېلګه نومولې ده.

نفیسزکریا دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د اوونیزېغونډې خبریالانو ته کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي،چې تېره ورځ ځینو رسنیو په قطر کې د افغان حکومت او افغان طالبانو د استازیو دلیدني او پر یو لړ مسایلو یې د خبروادعا کړې ده.

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …