عاجل خبرونه

پاکستان تر اوسه د افغانستان په وړاندې خپل سیاست نه دی بدل کړی – خلیلزاد

(Last Updated On: February 24, 2015)

khalilzad

پاکستان تر اوسه د افغانستان په وړاندې خپل سیاست نه دی بدل کړی، او د سولې په خبرو اترو کې یې هم له افغان حکومت سره صادقانه عمل نه دی کړی.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد د دغه ټکي په څرګندولو سره وای، افغان حکومت باید د سولې خبرو ته د چمتووالي تر څنګ له ترهګرۍ سره مبارزې ته هم چمتووالی ولري.

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي هم وایي، پاکستان کله هم د افغانستان په وړاندې خپلو ژمنو ته رښتینی نه دی پاتې شوی، او تل یې په خپل سیاست کې دوه ګونی عمل کړی.

دی زیاتوي چې افغان حکومت له پاکستان سره د اړیکو په ښه کولو کې هیله مندي ښیي، خو د دې تر څنګ چې د سولې خبرې پر مخ وړي، باید د ترهګرو خلاف مبارزې ته هم چمتو ووسي.

ښاغلی خلیلزاد ټینګار کوي چې څو کاله مخکې یې پاکستان ته سفر کړی و، او په هغه مهال د پاکستان د وخت ولسمشر پرویز مشرف له طالبانو نه د هر ډول ملاتړ په اړه څرګندونې رد کړې وې، خو اوس مشرف وایي، چې پاکستان له طالبانو ملاتړ کاوه.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد:        

تر اوسه پاکستان د افغانستان په هکله په خپل سیاست کې هیڅ ډول عملي بدلون نه دی راوستی؛ خو کابل څو ځله اسلام آباد ته د ښه نیت اشارې ورکړي دي، چې باید په مقابل کې له پاکستان څخه هم د عملي ګامونو اوچتولو غوښتنه وکړي. نو افغان حکومت د سولې له خبرو سره سره باید له ترهګرۍ سره مبارزې ته چمتو ووسي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د جرګه ګۍ غړي له افغان حکومت څخه غواړي چې د پاکستان په وړاندې په خپل سیاست کې ډیر له احتیاط کار واخلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په وروستیو کې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکو کې ښه والی لیدل کیږي. د کارپوهانو په باور افغان حکومت باید د پاکستان په پالیسیو غافل نه شي، او له هغه هېواد نه د همکاریو په برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه وکړي، کوم څیز چې تر اوسه پاکستان ورته ژمن نه و.

خبریال: رفیع صدیقي

About Ariana News

Avatar

Check Also

ملګرو ملتونو او ټاکنو کمیسیون له ټاکنډلو سره د ګډې ناستې پرېکړه کړې

(Last Updated On: December 6, 2019)د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ملګري ملتونه له ټاکنیزو ډلو …