عاجل خبرونه

پاکستان افغانانو ته څه نا څه دوه زره بورسونه ځانګړي کړي

(Last Updated On: اګست 27, 2016)

images

په داسي حال کې،چې د افغانستان او پاکستان اړیکې تر بل هر وخت زیاتې سړې شوي؛د پاکستان حکومت افغانانو ته شاوخوا دوهزره بورسونه ورکوي.

دیلي تایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ ناوخته په خپله ویبپاڼه کې راپور ورکړ،چې د پاکستان د دولت او سرحدي سیمو وزیر رسنیو ته وویل،چې پاکستان به ټولو محصلانو ته د زدکړو تر پای ته رسیدو پوري وېزې تمدید کړي.

د دې پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، حاضردمه په پاکستان کې له اووه زره ډېرافغانان پخپل لګښت زدکړې کوي او له دېرش زره ډېرو نورو افغانانو، چې په پاکستان کې لوړې زدکړې کړي دي، اوس د افغانستان د حکومت په بېلابېلو ادارو او نړیوالو موسسو کې کار کوي.

ده وویل،چې دوهزره نویو افغان محصلانو ته به د پاکستان بېلابېلو پوهنتونونو په مختلفو څانګو کې د زدکړو سکالرشیپونه ورکړشي.

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …