عاجل خبرونه

پاکستانیو ناروغو چرگانو په خوست کې د ٤٠٠ فارمونو کار و بار اغېزمن کړی

(Last Updated On: نوومبر 28, 2015)

چرګان

په تېرو څو كلونو كې د هېواد پانگوالو په بېلابېلو برخو كې پانگونه وكړه، چې ځينې يې د دولت د نه ملاتړ له کبله له ستونزو سره مخ دي.

 

په خوست کې د چرگانو د يو شمېر فارمونو  مسوولين وايي، په دې ولایت کې اوسڅه نا څه ٤٠٠ د چرگانو روزلو فارمونه جوړ شوي؛ خو د پاکستان ناروغه چرگانو د دوي کاروبار اغېزمن کړى دی.

 

د چرگانو د يوه فارم مسوولجليل شاه وايي،په دې اړه د دولت له ملاتړه بې برخې یو.

 

د چرگانو روزونکی کریم خان وایي، په ډېرو خواريو چرگان روزي؛ خو ځينې کسان له پاکستان څخه په قاچاقي لارو زيات ناروغه چرگان راوړي، چې دغه کار له يوې خوا فارمونو ته ناروغۍ راليږدوي  او له بلې خوا يې په ټيټه بيه پلوري، چې ملي تولید مو زيانمنوي.

 

دغه کسان وايي، په خوست کې د چرگانو روزلو ښه نتيجه ورکړې او که دولت خوست ته په قاچاقي توگه له پاکستان څخه د چرگانو د راوړلو مخه ونه نيسي؛ نو ډېر کسان به خپل فارمونه وتړي.

 

د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس نیازمحمد  لعلى   ځدراڼ وايي، وزارت د چرگانو د روزنې په برخه کې هيڅ ستراتيژي نه لري.

 

هغه له حکومت غواړي، چې په دې برخه ځانگړى پلان جوړ کړي. 

 

په خوست کې د چرگانو روزلو د فارمونو ټولنه وايي، دا مهال د خوست په مختلفو سيمو کې نږدې ٤٠٠ د چرگانو د روزنې فارمونه جوړ شوي، چې شاوخوا پېنځه سوه لکه افغانۍ پاگونه پرې شوې ده.

 

خبریال: فريدالله ظاهر.

 

سموونکی: قتیل زوی. 

 

About Ariana News

Check Also

وسلوالو طالبانو په افغانستان کې ماتې نده خوړلې- جوزف دانفورد

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) د امریکا د پوځ لوی درستیز ویلي، چې وسلوالو …