(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
پاكستاني چارواكو د امريكا د دفاع وزيرهغه څرگندونې په كلكه رد كړي، چې وايي:
پاكستان له حقاني شبكې سره په مبارزه كې پاتې راغلى دى .
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د امريكا د دفاع وزيرليون پانيتا ورستۍ څرگندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاكرې او پاليسۍ خلاف بللي دي.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې:
دا ډول خبرې به له ترهگرۍ سره د مبارزې بهيرزيانمن كړي.
همدا راز په افغانستان كې د پاكستان پخواني سفير مومند ويلي، چې:
د حقاني شبكې پاكستان ته كوم زيان نه دى رسولې؛ نو له همدې لامله پاكستان حاضر نه دى، چې د دغې شبكې پرضد كوم گام پورته كړي.
په كابل كې د سه شنبې په ورځ(د وږي ۲۲) د امريكا پرسفارت او د آيساف پرپوځي اډه ترهگريز بريدونه د دې لامل شول، چې د امريكا دفاع وزارت دا بردونه په كلكه وغندي او په دې بريد كې په پاكستان كې مېشته حقاني شبكه تورنه وگڼي .
د امريكا دفاع وزيرليون پانيتا پر پاكستان تور ولگاوه، چې پاكستان د دغه هېواد په قبايلي سيمو كې له مېشتې حقاني شبكې سره د مبارزې په برخه كې پاتې راغلى دى.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې د دغو څرگندونو په غبرگون كې وويل، چې:
د امريكا د دفاع وزير دا څرگندونې به له ترهگرۍ سره د مبارزې بهير اغېزمن كړي .
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده تهمينه جنجوعه ټينگار كوي، چې:
د امريكا د دفاع وزير ورستۍ څرگندونې د دواړو هېوادونو تر منځ د مذاكرۍ د پاليسۍ خلاف دي؛ په دا ډول څرگندونو به له ترهگرۍ سره د مبارزې بهير زيانمن شي، خو دا بهير همكارۍ او د دواړو خواوو باور ته اړتيا لري .
په افغانستان كې د پاكستان پخوانى سفير رستم شاه مومند وايي، چې:
پاكستان د امريكا له گټو څخه خپلو گټو ته ډېره پاملرنه كوي؛ نو له همدې لامله د حقاني شبكې پرضد عمليات نه تر سره كوي .
رستم شاه مومند ټينگار كوي، چې:
حقاني ډلې هيڅكله د پاكستان حكومت ته زيان نه دى رسولۍ؛ پاكستان د امريكا په پرتله خپلو گټو ته ډېر ژمن دى. دغې شبكې د پاكستان حكومت، پوځيان او خلك نه دې په نښه كړي؛ نو ولې يې پاكستان پر ضد عمليات تر سره كړي ؟ پاكستان به هيڅ كله هم دا كار ونه كړي .
رستم شاه مومند رسنيو ته ويلي، چې:
كه پاكستان پر نوموړې شبكې عمليات وكړي؛ نو ياده شبكه به افغانستان ته وتښتي او بېرته به د پاكستان پر خاوره بريدونه وكړي، چې يوه غوره بېلگه يې د پاكستان پر سرحدي سيمو د افغان وسله والو طالبانو ورستي بريدونه دي