ټولګټې وزارت لوړ توناژ لرونکي موتر کابل ښار ته نه پرېږدي

(Last Updated On: جولای 27, 2018)

د ټولګټې وزارت  چارواکو په ډاګه کړې، چې لوړ توناژ لرونکي موت کابل ته ښار ته دننه کیدی نشي.

مسوولین وايي چې د لوړ توناژ موټر له ټاکلي وزن څو ټنه زیات باریږي او کابل ته په ننوتو د ښار سړکونه ورانوي. د فوايد عامې وزارت وايي چې هڅه کوي دغه ډول سرغړونې په جزايي قانون کې شاملې کړي.

د افغانستان د سړکونو په پخولو په تیرو څه باندې لسو کلونو کې میلیونونه ډالره لګول شوي؛ خو زیاتره پاخه شوي سړکونه د ټيټ کیفیت له کبله بیرته کنډ او کپر شوي دي. دغه چاره تر ډيره د کابل ښار په سړکونو کې ډيره لیدل کیږي. اوس د فواييد عامې وزارت مسولین هڅه کوي چې کابل ښار ته د هغو موټرو د ننوتو مخه ونیسي چې لوړ توناژ لري او له ټاکلي وزن ډير بار شوي وي.

د فواييد عامې وزیر یما یاري په دې هکله وویل: “ستونزه همدا ده چې دوی هېڅکله سر په ګران کې نه ښکته کوي او قضاوت نه کوي؛ دوی چې کله زموږ همکاران ولید نو ودرېدل او کله چې زموږ همکاران ولاړ بیا حرکت وکړ”.

بل خوا ډریوران وايي چې د کابل په دروازو کې زیاتره وخت انتظار وي چې په تله د موټرو د وزن کولو چانس تر لاسه کړي.

خو د فواييد عامې وزیر وايي چې د سرغړوونکو جریمه کول د ستونزې حل نه دی او په کار ده چې دا ډول سرغړونې په جزايي قانون کې ځای په څای شي.

سوداګر او د موټرو خاوندان بیا وايي چې دوی اړ دي په ګمرکونو کې پیسي ورکړي او په مقابل کې یې موټر درانه بار کړي.

د فواييد عامې د وزیر لخوا د شپې په دې څارنه کې په ډاګه شوه چې له یوې خوا په ګمرکونو کې فساد دی او له بلې خوا ښار ته د ننوتو پر مهال له ډریورانو سره جوړجاړی کیږي. زیاتره موټر د کمرګ پاڼه نلري خو له سویل نه شمال ته بارونه لیږدوي.

د یادلو وړ ده چې کابل ښار ته له څلورو دروازو لوی او واړه موټر داخلیږي؛ خو مسولین وايي چې بار وړونکي موټر د شپې له لسو بجو وروسته ښار ته د داخلیدو اجازه لري؛ خو بیا هم لیدل کیږي لوی او بار وړونکي موټر د شپې له لسو بجو مخکې هم ښار ته ننوځي چې ترافیکي ستونزې را منځته کوي.

About Ariana News

Check Also

پاکستان د ترمپ د څرګندونو په وړاندې تند غبرګون ښکاره کړی

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د …