ټاکنو ته ۸ نه، بلکې ۳ میلیون کسانو ځانونه راجستر کړي

(Last Updated On: July 17, 2018 6:30 pm)

د حزب اسلامي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار یوې خبري ناستې ته په ډاګه کړې، چې ټاکنو ته درې میلیون او شپږ سوه زره کسانو ځانونه راجستر کړي او د اته میلیون او شپږ سوه زره کسانو د  ثبتیدو په تړاو ویل شوې خبرې ناسمې دي.

څو ورځې مخکې د  ګلبدین حکمتیار د ګوند په ګډون څو نورو ګوندونو د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې د اوسنی بهیر د لغوه کیدو غوښتنه وکړه؛ خو ټاکنو کمیسیون او ولسمشر یې دا غوښتنه رد کړه.

د حزب اسلامي رهبر حکمتیار همدې ستونزې ته په غبرګون کې ویلي، د اته میلیون او ۶۰۰ زره کسانو له ثبتیدو پېنځه میلیون یې دروغ دي؛ یوازې درې میلیون و شپږسوه زره رای ورکوونکیو نوملیکنه کړې. که ټاکنې همداسې وي، پایلې به یې ډېرې خطرناکې وي.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړې، چې، د ټاکنو کمیسیون ځنې سیمې په لوی لاس ناامنه اعلان کړې دي او ځینو کسانو په خپلو کورونو کې پر جعلي تذکرو ستیکرونه لګولي. په داسې حال کې، چې ځنې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د ټاکنیز سیستم د الکترونیک کیدو سره مخالف دي.

د حزب اسلامي رهبر گلبدین حکمتیار دا هم څرګنده کړې، چې پر تذکرو د لګول شویو ستیکرو درغلي لکونو ته رسیږي؛ یو کس د ۲۰ تذکرو کاپي لري او ستیکرونه لکه کچالو پلورل کیږي.            

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي د حکمتیار دا خبرې ردوي او وایي، چې سیاسي ډلو پخپل وخت خپلې طرحې وړاندې نه کړې.

دغه راز ښاغلي حکمتیار پر حکومتي مشرانو هم نیوکه وکړه.

هغه ویلي، چې حکومت د امنیت په خوندي کولو کې عاجز او په داخلي اختلافاتو کې ښکېل پاتې دی.

حکمتیار ټینګار کوي، چې ټاکنې دې حوزوي او پخپل وخت ترسره شي، ټاکنیز نظام دې اصلاح شي؛ خو د لنډ مهاله حکومت طرحه هېواد ته کړکېچ جوړونکې بولي.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …