عاجل خبرونه

يوناما نن د آريانا نيوز د ژوندۍ خپرونې په وړاندې ستونزي جوړي کړې

(Last Updated On: August 8, 2014)

image001د آريانانيوز خبري شبكه د يوناما د چارواكو په دوه گوني چلند نيوكه كوي او څرگندوي، چې د يو ناما چاروكو نن د آريانانيوز د ژوندۍ خپرونې په وړاندي ستونزي جوړي كړې .
آريانانیوزپر همدي لامل ونه توانيده، چي د دواړو نوماندانو او د امريكا د بهرنيو چارو د وزير خبري ناسته تر پوښښ لاندې راولي.
سره له دي، چي د نورو رسنيو په څير د يو ناما له چارواكو سره د آريانانيوز مسوولينو همغږي درلوده؛ خو د يوناما د دفتر چارواكو په بېلا بېلو بهانو د آریانانیوز مخه ونیوله.
په افغانستان كي له آزادو رسنيو څخه د ملاتړ اداره يا نی د يو ناما دغه كار د رسنيو په وړاندي يو ډول سانسور بولي.
آريانانيوز شبكه هم اطلاعاتو ته د لاسرسۍ په وړاندي دا كار يو ډول محروميت بولي .
په افغانستان كي د ملگرو ملتونو د نمايندگۍ يا يوناما له خوا دغه كار په داسي حال كي تر سره كيږي، چي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پخپله ملگرو ملتونو تائيد کړی او اطلاعاتو ته لاسرسی يو له مهمو نړيوالو قوانينو څخه گڼل کیږي.
د یادونې وړ ده، چې دغه خبري ناسته د يوناما په دفتر كي تر سره شوې ده .

About Ariana News

Avatar

Check Also

حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام دی- د بشرحقونو خپلواک کمیسیون

(Last Updated On: August 18, 2019)د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شپې د واده پر …