عاجل خبرونه

ولسي جرگې د ماليې وزارت مرستندويه بوديجه تصويب كړه

(Last Updated On: October 16, 2011 1:29 pm)

ولسي جرگې هغه بوديجه تصويب كړه، چې د افغانستان بانك د پياوړتيا او د اوسپنې پټلۍ د كار د دوام لپاره ماليې وزارت وړانديز كړې وه.

ولسي جرگې دا مرستندويه بوديجه دوه ځلې رد كړې هم وه.

د ولسي جرگې يو شمېرغړيو د ماليې وزارت له لوري د وړاندې شوې بوديجې د ردولو غوښتنه كوله.

د شنبې په ورځ (د تلې ۲۳) د ولسي جرگې په عمومي غونډه كې د ماليې وزارت لخوا پر وړانديز شوې مرستندويه بوديجه خبرې وشوې او په پاى كې دغه وړانديز تائيد شو.

ماليې وزارت غواړي، چې په دغه يو اويا ميليون ډالره بوديجه د افغانستان بانك مالي ستنې ټينگې او له حيرتانو څخه تر مزار شريف پورې د اوسپنې د پټلۍ د غزولو چارې روانې وساتي.

د ماليې وزيرحضرت عمر زاخېلوال دغه مرستندويه بوديجه ډېره مهمه وبلله.

د دغې بوديجې له تصويب وړاندې د ولسي جرگې غړيو رمضان بشردوست او لطيف پدرام مخالفت وښود.

دوى په دې باور دي، چې:

د دغې بوديجې تصويب به اداري فساد نورهم  پياوړي كړي.

حكومتي چارواكي وايي:

هغه وخت، چې ولسي جرگې دغه وړانديز شوې بوديجه تر دې مخكې دوه ځله رد كړه؛ نو د افغانستان له عادي بوديجې سره اويا ميليون ډالره او له پرمختيايي بوديجې سره دوه سوه اتيا ميليون ډالره مرسته  وځنډيده.

طمع كيږي، چې د دغې بوديجې له تمويل وروسته به نړيواله ټولنه يو ځل بيا له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.

About ATN NEWS

Check Also

په هغو ولایتونو کې به ټاکنې نه کیږي، چې دفترونه یې وتړل شي- کمیسیون

(Last Updated On: September 17, 2018 7:34 pm) له هغې وروسته، چې د افغانستان د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.