عاجل خبرونه

ولسمشرغني د چنګاښ پر شپږمه پاکستان ته د تګ نیت څرګند کړ

(Last Updated On: June 4, 2019)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي؛ د پاکستان له لومړي وزیر سره به د ترهګرې پروړاندې د مبارزې او د سولې په ګډون پر څلور نورو موضوعګانو خبرې وکړي.

ولسمشر د اختر له لمانځه وروسته له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه وویل، چې زغم، تدبیر او تفکر د سولې لپاره د انسجام ښې لارې دي او په پام کې ده، چې د چنګاښ پر شپږمه د عملي پایلو د ترلاسه کولو په موخه پاکستان ته سفر وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې د مشورتي  لویې جرګې د پرېکړه لیک پر پلي کولو کار پیل شوی؛ ځکه دې جرګې د سولې په برخه کې تګلاره ټاکلې او په هېواد کې د نوې پاڼې د پرانیستلو لپاره باید ژر ناهیلي نه شو.

دغه راز ولسمشرغني د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو څخه د ۸۸۷ بندیانو له خوشي کولو هم خبر ورکړی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې دا کار د ده قانوني صلاحیت دی او د مشورتي لویې جرګې په غوښتنه یې دا ګام پورته کړی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د پاورلیفتنګ غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې

(Last Updated On: August 24, 2019)په کابل کې د شنبې پر ورځ( د وږي ۲) …