ولسمشر غني ترمپ ته د لګښتونو او امریکایي ځواکونو د کمولو په اړه وړاندیزکړی

(Last Updated On: January 31, 2019)

ولسمشر غني خپل امریکایي سیال ته یو لیک لیږلی، چې په کې یې د سولې، لګښتونو او امریکایي ځواکونو د کمولو په تړاو هغه ته وړاندیزونه کړي دي.

د نیویارک تایمز ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ولسمشر غني په دې لیک کې د سولې په تړاو د امریکا د بیړنۍ پرېکړې په اړه ټولې اندېښنې له دونالد ترمپ سره شریکې کړې دي.

په ښکاره کابل او واشنګتن طالبانو ته د بیې په پرې کولو کې اختلاف ښیي؛ خو ولسمشر غني د احتمالي سولې په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې هیڅوک نشي کولی پرې د ګندمک په څېر بله معاهده لاسلیک کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي؛ نه شاشجاع غواړو او نه هم امیر دوست محمد خان، چې د ګندمک هوکړه یې لاسلیک کړې. مونږ غازي امان الله خان، احمد شاه ابدالي، میرویس خان نیکه او سلطان محمود غزنوي غواړو. دا هڅې دې څوک نکوي، چې پر اشرف غني بیا ځلې د ګندمک شرمیدلې هوکړه لاسلیک کړي. سر ورکوم؛ خو هیڅکله دا له شرمه ډک کار نکوم!        

نیویارک تایمز ورځپاڼې خبر ورکړی؛ ولسمشر غني دونالد ترمپ ته یو لیک استولی، چې په کې د سولې، لګښتونو او امریکایي سرتېرو د کمولو په تړاو هغه ته وړاندیزونه شوي دي.

دا لیک درې امریکایي چارواکو تائید کړی؛ یوه چارواکي، چې د لیک منڅپانګه لیدلې ویلي، غني د سولې په اړه د ترمپ د بیړنۍ پرېکړې په تړاو خپلې اندېښنې پټې ندي ساتلي.

  ولسمشر خبرداری ورکړی، چې که امریکایي ځواکونه ووځي؛ ممکن افغانستان د ترهګرو پر خوندي پټنځی بیا بدل شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم وایي، چې د افغانستان قضیه دومره هم پېچلې نده لکه څومره  وېره یې، چې رامنځته کړې ده. په داسې حال کې، چې ډېره ساده ده؛ خو قرباني، بښل او هیرول غواړي. ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه په دې اړه رسمي غبرګون ندی ښکاره کړی.

د دې راپور په بله برخه کې راغلي، چې دا لیک په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له پخواني قومندان جنرال جان نیکلسون سره په مشوره کې لیکل شوی او د سویلي آسیا په چارو کې د امریکا د استازې الیس ویلز په مرسته ترمپ ته لیږل شوی دی.

نیویارک تایمز څرګنده کړې، چې په دې لیک کې د غني د وړاندیزونو له مخې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کلنی لګښت دوه میلیارد دالر کم شي او شمېر به یې هم درې زره ځواکونو ته را ټیټ شي.

د حزب اسلامي جګپوړی غړی همایون جریر وایي؛ فکر نکوم، چې ولسمشر غني به د قطر په ناستو کې د رامنځته شویو خبرو مخالف وي؛ خو دا ولسمشر دی او د خپلو دغو او هغو خبرو پر بنسټ غواړي تلپاتې سوله رامنځته شي.          

ویل کیږي؛ واشنګتن او طالبانو د هغه څه په اړه، چې د احتمالي سولې بنسټ ګڼل کیږي د افغان حکومت په غیاب کې د تړلو دروازو ترشا هوکړه کړېده. په دې اړه په راتلوونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني شریک له بي بي سي سره په خبرو اترو کې ویلي، چې هیڅکله به نابرابره هوکړه لاسلیک نشي.

په راتلوونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې د  ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې مونږ هیڅکله نشو ویلی، چې افغانستان نشي کولي له غرب پرته اووسي؛ دا نړۍ سره تړلې ده او تاریخ هم په ډاګه کړې، چې غرب هم له مونږ پرته ژوند نشي کولي. افغانستان د نړیوال امنیت د خوندي کولو شریک دی او مونږ به هیڅکله نابرابره هوکړه لاسلیک نکړو.         

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي؛ په افغان حکومت کې سولې ته د رسیدو لپاره د قربانۍ ورکولو  ملي اجماع نده را منځته شوې. ولسمشر غني ویلي، چې نه غواړي د سولې په تړاو د نړیوالو بنسټونو ناورین جوړونکې تېروتنې بیا تکرار شي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په روزګان کې د ۶ طالبانو په ګډون لسګونه عام وګړي وژل شوي

(Last Updated On: July 15, 2019)سیمه ییزو سرچینو په ډاګه کړې، چې د روزګان د …