عاجل خبرونه

ولسمشر غني د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت خوندي کولو سپارښتنه وکړه

(Last Updated On: January 21, 2019)

ولسمشر اشرف غني امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت خوندي کولو لپاره دې د مدیریتي اجماع له مخې خپلې هلې ځلې پیل کړي.

د کورنیو چارو وزارت له سرپرستۍ څخه د امرالله صالح له استعفا وروسته ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ته دنده سپارلې، چې د دغه وزارت چارې ترسره کړي.

ولسمشر غني په دې اړه څرګنده کړې، چې په کورنیو چارو وزارت کې به د مدیریتي اجماع بهیر له شاتګ پرته دوام ومومي او د ملي امنیت سلاکار داکتر حمدالله محب به د نوي وزیر تر ټاکلو د دغه وزارت چارې تر سره کوي.

ښاغلي غني ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ یوه ډله باید د ټاکنو د امنیت خوندي کولو لپاره هلې ځلې پیل کړي.

ولسمشر اشرف غني وایي، چې اوس په امنیتي بنسټونو کې فردي پرېکړې نه کیږي او د مدیریتي اجماع له مخې به پرېکړې پلې کیږي.

د ولسمشر په باور افغان ځواکونه له دفاعي حالت څخه وتلي او پر سخت دریځو یې یرغلیز بریدونه پیل کړي او دا بهیر به روان ساتل کیږي.

ټولنیزو رسنیو هم څرګنده کړې، چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونه ډېر شوي دي.

په تازه پېښه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندانۍ ويلي، چې افغان هوايي ځواکونو د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې دېرش وسلوال مخالفان وژلي دي.  

About Ariana News

Avatar

Check Also

ملګرو ملتونو او ټاکنو کمیسیون له ټاکنډلو سره د ګډې ناستې پرېکړه کړې

(Last Updated On: December 6, 2019)د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ملګري ملتونه له ټاکنیزو ډلو …