ولسمشرۍ ماڼۍ د افغان او بهرنیو پوځي چارواکو د ناستې کوربتوب وکړ

(Last Updated On: سپتمبر 23, 2018)

ولسمشرۍ مانۍ په ډاګه کړې، چې ارګ د افغانستان د لوړپوړیو پوځي چارواکو او د پرېکنده ملاتړ ماموریت د پلویانو کوربتوب تر سره کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه ونکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي: که پوه شوم، چې د امنیتي ځواکونو کوم چا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې،  سبا به له دندې لیرې وي او بل سبا به محاکمه وي. زما دغه پیغام د امنیتي ځواکونو هر ځوان ته ورسوئ.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې په ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو کې قومي، سمتي، مذهبي او حزبي سیاستونه ځای نلري.          

د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان ژمنه کوي، چې د راتلونکیو ټاکنو ملاتړ به کوي.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان اسکات میلر وایي: دښمنان ډېر دي، چې غواړي د خلکو غږ بند کړي؛ حقیقت دا دی، چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره نهه میلیون افغانانو نوملیکنه کړې او دا ډېر ستر کار دی. مونږ هم له دغې ملې لړۍ، چې حکومت یې د ترسره کیدو هڅه کوي؛ ملاتړ کوو.

له ډېرو ناندریو وروسته اوس حکومت چمتو شوی، چې دغه ملي لړۍ د بایومتریک په بڼه ترسره کړې.

ولسمشر اشرف غني وایي، په ټاکنو کې بایو متریک سیستم کارول یو ستر ګام دی. د دې معنا داده، چې هر رای ورکوونکی د ګوتو د نښې او انځور تر څنګ تذکره او ستیکر هم باید ولري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد وایي: څومره، چې د امنیتي ځواکونو همکاري له مونږ سره ډېره وي؛ هومره به زمونږ د زړه ګراف ښه او ډاډمن وي. دا کار مونږ ته دا وړتیا رابښي، چې خپل کارونه او پلانونه سم پلې کړو.

د افغانستان لوی درستیز محمد شریف یفتلي وایي، د رڼو ټاکنو په ترسره کیدو، ډاډمنه رای ورکول به د دې لامل شي، چې په ۱۳۹۷ کال  کې مو د ترهګرو په وړاندې جګړه بریالۍ وي.

پولیسو هم ژمنه کړې، چې په ټاکنو کې به هیڅ امنیتي ځواک مداخله ونکړي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد اختر ابراهیمي وایي، رسمي سپارښتنه شوې، چې د کورنیو چارو وزارت اړوندان په ټاکنو کې د چا په ګټه او یا زیان د لاسوهنې حق نلري.         

سیاسي ګوندونو په دي ورستیو کې د اعتراض په ډول د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو شمېر ولایتي دفترونه تړلي، چې دې کار د ځینو نیوکې راپارولې دي.

About Ariana News

Check Also

ولسمشر په پروان ولایت کې د دوه پروژو پرانسته وکړه

(Last Updated On: اکتوبر 15, 2018) د هېواد ولسمشر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ …