ولسمشر غني په ولایتونو کې د اوربند مدیریت وستایه

(Last Updated On: جون 24, 2018)

ولسمشر اشرف غني د یکشنبې پر ورځ غرمه مهال د هېواد د ۳۴ ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو سره د ویدیو کنفرانس له لارې د اوربند مدیریت ستایلی او د لویو لارو، د ښارونو د مرکزونو او نورو اړوند سیمو د امنیت پر خوندیتوب یې ټینګار څرګند کړ.

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د هېواد ولسمشر ټولو والیانو ته لارښوونه وکړه، چې د سیمه ییزې حکومتولۍ د وضعیت د ښه والي او هېوادوالو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ټولنې له بېلابېلو خلکو سره مشورتي ناستې وکړي؛ ځکه د حکومت د کار موخه د خلکو رضایت دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د موقت اوربند د سالم مدیریت په خاطر د هېواد د ټولو ملکي او نظامي مسوولینو قدرداني وکړه او د لویو لارو، ښارونو او د ټولو سیمو د امنیت پر تامین یې ټینګار وکړ.

دغه راز ولسمشر ویلي؛ په ترګواښ لاندې سیمو کې چاڼیز عملیات روان دي او هر هغه خطر، چې خلکو او د افغانستان ځمکني بشپړتیا ته متوجه وي؛ باید د مخنیوي لپاره یې هراړخیز اقدامات تر سره شي.

ولسمشرڅرګنده کړې، چې حکومت د اوربند په بحث کې کوچنی خطر هم نشي منلی او د اوربند پر مهال به د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر تعرض پر وړاندې ځوابي کړنه تر سره کوي.

ولسمشرغني په افغانستان کې د جګړې د حرام بللو په اړه د مسجدالحرام د امام او د مسجدالنبوي(ص) د امام د فتواوو هرکلی کړی او وایي، د اسلام علما په منسجم ډول په افغانستان کې د جګړې پر حرام او مردود بللو کې همغږي او موافق دي او په دې اړه یې خپل ګډ غږ پورته کړی.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …