ولسمشر غني د وسلوالو افغان طالبانو پر وړاندې د اور بند اعلان وکړ

(Last Updated On: June 07, 2018 3:51 pm)

ولسمشر غني په یو انځوریز پیام کې په ډاګه کړې، چې د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ نېټې څخه د کوچني اختر تر پېنځمې پورې ټولو افغان امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکول کیږي، چې پر افغان وسلوالو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات ودروي؛ خو د داعش، القاعدې او نورو بین المللي تروریستي شبکو پر ضد به عملیات ادامه ولري.

د افغانستان حکومت د هېواد د عالمانو د دغې متفقې فتوا له اعلان وروسته نه یوازې دا، چې د دغې فتوا د موادو او محتوا ننګه کړې، بلکې د هېواد د عالمانو په غونډه کې د اوربند له ضمني وړاندیز څخه هم ملاتړ کوي او ورسره موافق دی.  

ولسمشر غني دا ټینګار هم وړاندې کړې، چې په راتلونکې اوونۍ کې به د دې اوربند نور جزئیات څرګند شي.  

امنیتي او دفاعي ادارې وايي، سر له نن څخه به د روژې تر اووه ویشتمې نېټی د هېواد ټولو ملي ځواکونو ته د اوربند اعلان ورسوي او یوازې به دفاعي حالت غوره کړي.

په اور بند کې یوازې دفاعي حالت غوره شوی او له هغو طالبانو پرته، چې افغان تابعیت لري د نورو ټولو ډلو پر وړاندې جګړه دوام کوي.

دفاع وزارت وايي، دا د اوربند اعلان د وسلوالو طالبانو تر څنګ د حقاني شبکې پر وړاندې هم اعلان شوی.

د ملي پوځ لوی درستیز محمد شریف یفتلي څرګنده کړې، چې: مولوي صیب حقاني د شوروي د اشغال پر مهال د جهاد یو رهبر و؛ د ټولو هغو ډلو پر وړاندې، چې (افغانان) دي او د دولت پر وړاندې جګړه کوي اوربند اعلان دی. له اوربند وروسته که مقابل لوري وغوښتل، چې د سولې په خاطر اوربند ته ژمن پاته شي؛ نو اروبند به دوام وکړي.

حکومت وايي، اوربند سولې ته د رسیدو لپاره لومړنۍ ګام دی او که مقابل لوری اوربند اعلان کړي؛ حکومت به یاد اوربند ته نور هم دوام ورکړي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د هغو ټولو وسلوالو ډلو په اړه معالومات لري، چې په افغانستان کې فعالیت کوي.

سرچینه زیاتوي، چې دا ډلې په اوربند کې نه دي شاملې؛ باور وکړئ؛ ستاسو استخباراتي او کشفي ځواکونه دا وړتیا لري، چې د هرې ډلې په اړه معالومات راغونډ کړي. دا، چې هغوی چېرته اوسي، څومره نفر لري. که یو قومندان لس نفره هم ولري دا معالوم دي، چې چېرته دي او څه کوي. ټول راجستر شوي دي.

دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د اوربند پر مهال د دفاعي حالت د غوره کولو تر څنګ سیلاب ځپلو او نورو زیانمنو کورنیو ته مرستې ورسوي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه جیّد او درانه دیني عالمان په کابل کې راټول شوي وه او د یوې لویې درې زره کسیزې غونډې په ترڅ کې یې په افغانستان کې انتحاري او انفجاري بریدونه ناروا وبلل.

خبریال: خلیل ارحمن امید

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …