عاجل خبرونه

ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې پر خبرو ټینګار کړی

(Last Updated On: May 15, 2018)

ولسمشر غني، چې د کابیني له یو شمېر وزیرانو سره لوګر ته تلی و د ۲۲۰ کیلو ولته  برښنا د پرانستې تر څنګ یې پر وسلوالو طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ، چې د سولې په برخه کې دې زمونږ وړاندیز ومني او د سولې مېز ته دې کیني.

ښاغلي غني وویل: سوله د هر افغان هیله ده او مونږ به يي د سر په قیمت راولو.

ولسمشراشرف غني همداراز زیاته کړې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به پخپل وخت او شفافي تر سره شي او هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې په کې لاسوهنه وکړي.

ولسمشرغني دغه راز د فساد پر وړاندې پر جدې مبارزې ټینګار څرګند کړی او په ډاګه یې کړه: هغه زور واکې ډلې به پرې نږدي، چې نور په هېواد کې فساد وکړي او یاهم ورته زمینه برابره کړي.

ولسمشرغني د لوګر خلکو ته د ۲۲۰ کیلو ولته برښنا پرانیسته وکړه او دا ژمنه يي هم وکړه،  چې د لوګر امنیتي وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

خبریال: فریدالله احمدزی/ پکتیا

About Ariana News

Avatar

Check Also

طالبانو انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ پر پوځي بریدونو ګواښلي

(Last Updated On: June 24, 2019)د طالبانو نظامي کميسيون خبرداری ورکړی؛ که تر راتلونکې يوې …