ولسمشر غني وسلوال طالبان ټاکنو او مناظرې ته راوبلل

(Last Updated On: مې 28, 2018)

افغان ولسمشر اشرف غني، چې نن خوست ته تللی و، سلګونه کسانو ته یې په وینا کې وسلوال طالبان سولې ته راوبلل او دغه راز یې بلنه ورکړه، چې په ټاکنو کې دې برخه واخلي او مناظرې ته هم ورسره چمتو دی.

افغان ولسمشر د دو شنبې پر ورځ( د وري ۲۰) خوست ته د سفر پرمهال د یو شمېر مهمو پروژو د پرانستې ترڅنګ نن مازدیګر د سلګونه خوستیانو یوې غونډې ته وینا وکړه.

ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ولسي جرګې، ولسوالیو شورګانو او بل کال ته د ولسمشرۍ ټاکنې به پخپل وخت او رڼې ترسره شي.

ولسمشر غني دغه راز په ډاګه کړې، چې: د سولې په اړه یې د نړۍ په کچه بي ساری وړاندیز کړی؛ طالبان دې په ټاکنو کې برخه واخلي او قدرت دې ترلاسه کړي.

هغه دغه راز طالبانو ته بلنه ورکړه، چې مناظرې ته دې ورسره حاضر شي.

افغان ولسمشر غني، چې په وینا یې د سولې په اړه  رښتیني اراده لري؛ وایي: د دښمن بریدونه به مې له دې لارې را ونګرځوي. ان که سر مې هم په کې ولاړ شي.

افغان ولسمشر دغه راز خوستیان له دې کبله وستایل، چې تل یې په ملي پروګرامونو کې برخه اخیستې ده.

ښاغلي غني وویل، له خوست قرضداره دی او د واکمنۍ پر وروستي کال به ټولې غوښتنې عملي کوي.

افغان ولسمشر د دغه ولایت د ځغاستلیکې د پرانستې تر څنګ نورې رغنیزې پروژې هم اعلان کړې او وایي، چې د خوست او پکتیا ولایتونو ترمنځ د دوه یم سړک بودجه هم ځانګړې شوې او ژر به یې کار پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوست یو شمېر اوسیدونکیو، عالمانو او مشرانو د ولسمشر سفر نمایشي بللی.

دوی وايي،  ولسمشر له دوی سره د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلی او د ولسمشرۍ په تېرو  ټاکنو کې ورسره شوې ژمنې یی عملي نه شوې نه دي.

خبریال: فریدالله ظاهر

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …