ولسمشر د کابل ښار امنیتي پلان تائید کړه

(Last Updated On: فبروري 6, 2018)

د کابل امنیتي تګلاره، چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت لخوا جوړه شوې د ولسمشر غني لخوا تائید شوې ده.

په کابل کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته ولسمشر غني امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې تر لس ورځو د کابل د امنیت خوندي کولو لپاره دغه طرحه پلې شي.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر له پراخو بحثونو وروسته د کابل ښار امنیتي پلان په اصولو کې تائید کړ او د هغه د موثر تحقق په خاطر یې  لوړپوړیو امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تطبیق په  موخه یې تر ټاکلي وخته پر جزئیاتو کار وکړي او تر راتلونکیو لس ورځو دې د خلکو تر غوږونو ورسول شي.

د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، چې دغه امنیتي طرحه به په درې پړاوونو کې د کابل په زیان منونکیو سیمو کې پلې شي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، دغه طرحه، چې کورنیوچارو وزارت د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت په همکارۍ جوړه شوې؛ ولسمشر منلې او غوره لاسته راوړنې به ولري.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي؛ دغه امنیتي طرحه، چې ولسمشر تائید کړې؛ اووه لومړیتوبونه، ۵۲ اړخه لري، چې په درې پړاوونو کې به د کابل ښار پر زیانمنو سیمو پلې شي.  

کابل ښاریان او پوځي کارپوهان بیا وايي، چې زیاتره تمرکز باید پر هغو کسانو وشي، چې له داخله، له دښمن سره مرسته کوي.

پوځي کارپوه محمد اګل مجاهد وایي، د هغو کسانو پېژندنه ډېره مهمه ده، چې له دښمنانو سره  په داخل کې مرسته او همکاري کوي. دغه کار باید د امنیتي ځواکونو استخبارات تر سره کړي او ځواکونه ورته ځواکمن شي.

د کابل اوسیدونکی فهیم احمدي وایي، ډاډمن نه یم، چې دا طرحه پلی شي. دې کار ته باید د هېواد استخبارات ځواکمن شي.

په پلازمېنه کابل کې، چې خونړي بریدونه کیږي؛ نو له معمول سره سم امنیتي چارواکي د امنیت د ټینګولو لپاره د نویو پلانونو خبره کوي. دا، چې د کابل نوی امنیتي پلان به څومره ګټور وي او د سخت دریځو د بریدونو مخنیوی به وکړي، وخت به یې په ډاګه کړي.

خبریال: مصطفی محب

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …