ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعیت اسلامي وړاندیزونه نه دي منلي

(Last Updated On: December 21, 2017 6:25 pm)

د جمعیت اسلامي غړیو ولسمشرۍ ماڼۍ ته د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د استعفا په بدل کې د وړاندیزونو یو نوملړ سپارلی؛ خو ولسمشر نه دی منلی.

ولسمشرۍ ماڼۍ نور ښه نه ګڼي، چې عطا محمد نور د بلخ والي وي؛ خو جمعیت اسلامي د حکومت د دې پرېکړې په وړاندې دریدلی او ولسمشرۍ ماڼۍ ته د بلخ د ولایت له مقامه د نور د لیرې کیدو په بدل کې د وړاندیزونو یو نوملړ سپارلی، چې باید عملي شي؛ خو ولسمشر د دې شرطونو او وړاندیزونو منلو ته تیار نه دی.

د جمعیت په فرمایش بلخ ته نوی والي غوره شوی او دغه راز دې ګوند د عطا محمد نور د ګوښه کیدو په بدل کې دوه وزارتونه او دوه سفارتونه غوښتي دي؛ خو په دې لړ کې اجرائیه رییس ته جمعیت هیڅ رول په پام کې نه دی نیولی.

دغه ګوند په ډاګه کړې، چې د بلخ د ولایت له مقامه د عطامحمد نور لیرې کیدل له دې سره تړلي، چې شرطونه یې عملي شي.

د آوازو له مخې؛ له حکومت سره سیاسي پریکون هم د جمعیت یو غوراوی دی، چې په میز یې ایښی دی.

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند غړي حفیظ منصور د پنجشنبې په ورځ آریانا نیوز ته وویل: تر دې دمه حکومت چمتو نه دی، چې د جمعیت اسلامي شرطونه ومني. همدا د جمعیت د ټینګار وړ ټکی دی، چې له دندې څخه د نور د ګوښه کیدو یو شرط، د شرطونو منل دي.

د حکومت د پرېکړې په مخالفت کې د شمال د عامه نظم ځواکونو قومندان او د بلخ مرستیال والي حسیب قریشی له عطا محمد نور ملاتړ اعلام کړی او ویلي یې دي، چې د نور په امر به د حکومت په وړاندې ودریږي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د عطا محمد نور پلویانو ته خبرداری لري او وايي؛ چېرته، چې د افغانستان ملي ګټې مطرح وي، هلته به ملي دفاع وزارت خپل مسوولیتونه پلي کوي.

تر اوسه د بلخ نوي والي انجنیر داوود دنده نه ده پیل کړې او په دې تمه دی، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ورته د  والي په توګه د چارو د پیل امر وکړي؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

په کابل کې ملي امنیت د ۲۶ داعشیانو له نیولو خبر کړو

(Last Updated On: September 18, 2018 5:43 pm) د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه …