عاجل خبرونه

ولسمشر غني د ترکيې پلازمېنې استانبول ته روان شو

(Last Updated On: دسمبر 12, 2017)

ارګ په ډاګه کړې، چې نن ماښام ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په فوق العاده ناست کې د ګډون لپاره د ترکيې پلازمېنې استانبول ته روان شو.

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر غني به په یاده ناسته کې د ګډون ترڅنګ د غونډې ګډونوالو ته د امریکا لخوا  بیت المقدس ته د سفارت د لیږدولو په اړه د افغانستان د حکومت او خلکو اندېښنه په ډاګه کړي.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د ولسمشرۍ د عالی مقام سلاکار فضل محمود فضلي او د ولسمشرۍ د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو د ریاست مرستیال محمد هارون چخانسوري مله دي.

About Ariana News

Check Also

په پکتیا کې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون نشي کولی-میرمنې

(Last Updated On: اکتوبر 18, 2018) په پکتیا کې میرمنې وايي، د امنیتي ستونزو له …