عاجل خبرونه

ولسمشرغني د کورنيو تولیداتو پر کارولو ټینګار وکړ

(Last Updated On: دسمبر 9, 2017)

ولسمشر محمد اشرف غني له خلکو وغوښتل، چې کورني تولیدات وکاروي؛ ځکه، چې له دې سره کورنۍ صنایع وده وکوي او په وارداتو او صادراتو کې توازن رامنځته کیږي.

د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون، چې په کابل کې جوړ شوی و، پای ته ورسید. ولسمشر غني د دې نندارتون د پای په مراسمو کې په ډاګه کړه، چې د پانګوالو د ستونزو د حل هڅه کیږي او د دوی د برښنا د کمي ستونزه به هم ژر حل شي.

هغه څرګنده کړه، چې حکومت به د کورنیو تولیداتو د ودې په لار کې له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

د ترانزیت ستونزې د ولسمشر د خبرو بله برخه ده. نوموړی وایي، د ملي وحدت حکومت د اغېزمنو پروګرامونو له لارې هڅه کیږي، چې د هوا او ځمکې له لارې د ترانزیت ستونزه حل شي.

نوموړي له خصوصي او دولتي بنسټونو وغوښتل؛ د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره د پانګونې په لار کې ګټور پلانونه جوړ کړي، چې د کورنیو صنایعو وضعیت بدلون وکړي.

About Ariana News

Check Also

ولسمشر غني د ولسمشریزو ټاکنو د امنیت خوندي کولو سپارښتنه وکړه

(Last Updated On: جنوري 21, 2019) ولسمشر اشرف غني امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې …