ولسمشر غني په یو ورځني سفر نوي دیلي ته رسیدلی

(Last Updated On: October 24, 2017)

ولسمشر غني د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د هند پلازمېنې نوي دیلي ته رسیدلی دی.

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د هند دفاع وزیر او نورو لوړپوړیو چارواکو د نوې دیلې په پوځي هوایي ډګر کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او ورسره پلاوي تود هرکلی وکړ.

دغه راز څرګنده شوې، چې په دې یوه ورځني سفر کې ولسمشرغني د هند له ولسمشر رام نات کوویند سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو لیدنو پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني او د هند د بهرنیو چارو وزیرې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، پانګونې، ترانزیت او د تروریزم په وړاندې پر مبارزه بحث او خبرې وکړې.  

ولسمشر غني او د هند لومړي وزیر په خپلمنځي کتنه کې د امریکا له نوې تګلارې څخه پر رامنځته شوي فرصت، سولې، ثبات او همدارنګه د دواړو هېوادونو او سیمې تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وایي، د ولسمشر د سفر او لیدنو موخه د دوه اړخیزو همکاریو، ترانزیت، اقتصاد، پانګونې پراختیا او په سیمه کې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پر غزولو راڅرخي.

ولسمشر په نوي ډیلي کې په ډاګه کړې، چې د سیمې د امنیت لپاره د امریکا تازه تګلاره ډېره مهمه ده او له مرکزي آسیا یې هند ته د  سمندري دهلیز د  نښلولو غوښتنه وکړه.

په پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات احمد سعیدي وایي، له ډیلي سره د کابل نږدیوالی اسلام آباد ته فرصت برابروي، چې په افغانستان کې د جګړې لمن نوره هم پراخه کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هند یو ځواکمن هېواد دی، چې هڅې یې د پاکستان شرارت اغېزمنولی شي او د سولې په رامنځته کولو کې به ښه رول ولوبوي.

ارګ دا هم په ډاګه کړې، چې نن له غرمې وروسته به ولسمشر غني د نوي ډیلي په ویویک انندا نړیوال بنسټ کې هم وینا وکړي.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د کانونو او پترولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر سلاکاران اجمل احمدي، فرخنده زهرا نادري او شهرزاد اکبر ملتیا کوي.

هند د افغانستان او جنوبي آسیا په اړه د ترمپ له نوې تګلارې تود هرکلی کړی او په سیمه کې د افغانستان ملي وحدت حکومت تر ټولو ډېر ملاتړی هېواد یادېږي.

هند په تېرو شپاړس کلونو کې له افغان دولت سره دوه میلیارد دالر مرسته کړې او هر کال سلګونه افغان ځوانانو ته په هند کې د وړیا زدکړو بورسونه هم ورکوي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د کابل- کندهار لویه لار د زابل په اړوند سیمه کې ډېره ویجاړه شوې

(Last Updated On: January 23, 2020) د زابل خلکو ویلي؛ د کندهار – کابل لویه …