ولسمشر غني د م. م د سازمان په ۷۲ ناسته کې د ګډون په موخه له عشق آباده امریکا ته ځي

(Last Updated On: سپتمبر 17, 2017)

د یکشنبې په ورځ ولسمشر غني ترکمنستان کې د آسیایي لوبو د رزمي هنرونو په پرانسته کې له ګډون او د تاجکستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره له لیدنې  وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان په دوه اویایمې ناسته کې د ګډون په موخه امریکا ته روانیږي.

د ولسمشرۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، چې ولسمشر به په دې ناسته کې له ګډونوالو وغواړي، چې د ترهګرۍ تر ګواښ لاندې هېوادونو سره باید توپیري چلن ونشي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د ولسمشر ګډون د ملګرو ملتونو په کلنۍ ناسته کې اړین ګڼلی او وایي، چې الله پاک دې وکړي، چې ولسمشر په دې سفر کې د افغانستان د خلکو چغو او دردونو ته لازم انعکاس ورکړي.

د حق او عدالت ګوند رییس معین څمکنی وایي، چې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره یو ډېر ښه فرصت رامنځته شوی دی. ولسمشر باید ټول هغه اسناد، چې د ترهګرو د خوندي سیمو په اړه یې لري؛ د غونډې برخوالو ته ښکاره کړي.

ولسمشر غني به د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال د سیمې پر تحولاتو او د افغانستان لپاره د امریکا د تازه تګلارې په اړه خبرې کوي.

د چارواکو په وینا؛ د دغې ناستې په څنډو کې به ولسمشرغني د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ په ګډون د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …