عاجل خبرونه

ولسمشر غني جګړه ځپلي هلمند ته سفرکړی

(Last Updated On: جولای 27, 2017)

ولسمشر اشرف غني نن سهار د هلمند د امنيتي وضعيت د څېړلو په موخه دغه ولايت ته د یو پلاوي په مشرۍ سفر دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ رسنيو ته په ډاګه کړې، چې ولسمشرسره په دې سفر کې يو شمېر ملکي او پوځي چارواکي هم ملگري دي.

د خپرې شوې خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر موخه د هلمند ولایت امنیتي حالاتو څېړل او په هلمند ولایت کې امنیتي ځواکونو ته د اوښتي وروستيو ځاني زیانونو په اړه د هغو له کورنیو سره له نږدې لیدنه ښودل شوې ده.  

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک هم رسنيو ته ويلي، چې ولسمشر غني د شوراب په پوځي اډه کې د هلمند ولايت له امنيتي چارواکو سره د دغه ولايت پر امنيتي چارو خبرې پيل کړي دي.

ولسمشر غني په داسې حال کې هلمند ته رسیدلی، چې له تېرو څو ورځو راهيسې  په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په خونړیو نښتو کې ۱۵ پولیس او د سیمه ییز پاڅون دوه قومندانان وژل شوي دي.

همدارنگه تېره شپه طالبانو د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د ملي اردو پر قرارګاه بریدونه کړي؛ ۲۶ سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

هلمند ولایت د هېواد په سویل کې یو له ناکرارو ولایتونو دی، چې تل په کې طالبان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل پاتې دي.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …