عاجل خبرونه

ولسمشر د دارالامان ماڼۍ د پرانستې د ځنډولو سپارښتنه کړې

(Last Updated On: August 18, 2019)

د افغانستان حکومت په یوه امنیتي ناسته کې د دوشنبې پر ورځ د دارالامان ماڼۍ افتتاح، چې د خپلواکۍ جشن په کې نمانځل کیده؛ د ځانمرګي برید قربانیانو ته په درناوي د ځنډولو سپارښتنه کړې ده.

ارګ په ډاګه کړې، چې نن یکشنبه(د زمري ۲۷) له غرمې مخکې کې د ولسمشراشرف غني په مشرۍ د وسلوال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه ترسره شوه.

ولسمشر غني د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د واده پر مراسمو برید په کلکه وغانده او په ډاګه یې کړه، چې طالبان د دې برید په غندلو سره ځانته برائت نشي ورکولی؛ ځکه همدوی دغه راز هڅو ته زمینه برابره کړې ده.

ولسمشر زیاته کړې، چې طالبان په هېواد کې د ملکي وګړیو د تلفاتو اصلي عاملین دي.

دغه راز ولسمشراشرف غني د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کالیزې د جشن امنیتي تدابیرو ته په نغوته کې ویلي، باید د خپلواکۍ جشن د امنیتي پلان تطبیق ته ډېره زیاته پاملرنه وشي.

ولسمشر څرګنده کړې، چې د وروستۍ تروریستي پېښې او نورو ټولو پېښو قربانیانو ته درناوی مهم دی او د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې جشن د نمانځنې ځانګړی کمیسیون باید د خپلواکۍ جشن په برنامو کې بدلون راولي.

د دغه برید پړه داعش جنګیالیو پر غاړه اخیستی ده.

 کورنیو چارو وزارت په دې چاودنه کې د ۶۳ کسانو وژل کیدل اود  ۱۸۲ نورو  ټپیکیدل منلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني له ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو غوښتي، چې په کابل کې د واده پر مراسمو تر سره شوی برید برید وڅېړي. 

About Ariana News

Avatar

Check Also

کابل او لس نور ولایتونه به تر ناڅرګند وخته بې برښنا وي

(Last Updated On: September 16, 2019)د افغانستان برښنا شرکت وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا …