عاجل خبرونه

ولسمشر له ملا عمر څخه د سیاسي هلو ځلو له امله ستاینه وکړه

(Last Updated On: July 17, 2015 9:38 am)

vlcsnap-2015-07-17-09h23m19s168

ولسمشر محمد اشرف غني له طالب مشر ملا عمر څخه چې د ستونزو د هواري لپاره یې د سیاسي حل لارې ملاتړ کړی، مننه وکړه.

ولسمشر غني چې نن یې په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته خبرې کولې، وویل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی او ژر به د دواړو لورو تر منځ د مخامخ خبرو دوهم پړاو هم پیل شي.

ولسمشر هغو ترهګرو ته چې د ده په خبره له بهره راځي، خبرداری ورکړ چې د امنیتي ځواکونو له خوا به په کلکه وځپل شي.

د اختر په مناسبت دا ځل د ولسمشر غني پیغام له نورو هغو سره په ښکاره توپیر کې دی.

ولسمشر غني وایی، د طالبانو او بهرنیو ترهګرو مساله فرق کوي.

هغه وایی، له طالبانو سره به د سولې د مخامخ خبرو دوهم پړاو ژر تر سره شي.

ولسمشر وایی، هڅه یې دا ده چې اوسنۍ تحمیلي جګړه پای ته ورسیږي، او اصلي جګړه چې له بیوزلي سره مقابله ده، ژر پیل شي.

ولسمشر غني وایی، د پاکستان او افغانستان تر منځ په وروستۍ لسیزه کې ناعلام شوې جګړه روانه وه او اوس اړتیا ده چې دواړه لوري د اړیکو نوې پاڼه پرانیزي.

 

About Ariana News

Check Also

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغدي تذکرو د وېش لړۍ ودروله

(Last Updated On: September 18, 2018 6:39 pm) د وګړو د احوال ثبتولو ادارې رییس …