عاجل خبرونه

ولسمشر غني د حکومتداري تجربه نه لري او له لنډغرو مشوره اخلي- ص. مجددي

(Last Updated On: February 11, 2016 3:42 pm)

vlcsnap-2016-02-11-12h27m38s90جهادي مشرحضرت صبغت الله مجددي،چې په ټاکنیز کمپاین کې د محمد اشرف غني ملاتړیو، له آریانا نیوز سره یې په ځانگړې مرکه کې ویلِ:محمد اشرف غني؛ځکه واک ته ورسید،چې په ټاکنیز کمپاین کې یې د ده ملا وتړله.

دی ولسمشر غني ته خبرداری ورکوي،چې که حکومت کې بنسټیز اصلاحات رامنځته نه کړي، روان وضعیت به د کړکیچ لوريته ولاړ شي او د حکومت اداره بهد هغه له لاسونو ووځي.

مجددي له طالبانو سره د خبرو په اړه ناهیلی دی؛ځکه د ده په باور د پاکستان استخباراتي سازمان تل د افغان امنیتي ځواکونو او ملکیانو پروژنو لاس پورې کوي.له همدې کبله پاکستانيوپوځیانو ته خبرداری ورکوي،چې که د افغانستان چارو کې لاسوهنې پای ته ونه رسوي، د شوروي په څېر به دا ځل د پاکستان په وړاندې د جهاد اعلام وکړي.

حضرت صبغت الله مجددي په ټاکنیزو کمپاینونو کې د محمد اشرف غني ملاتړ کړی و او په یوې ټاکنیزې غونډې کې یې ویلي وه؛له استخارې وروسته ورته الهام وشو،چې غني د افغانستان په خیر دی.له همدې کبله یې له خلکو وغوښتل،چې هغه ته رایې ورکړي؛خو اوس وایي،چې د اوسني حکومت له کړنو ستړی شوی دی.

خبریال: احمد فرشاد صالح.

 

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …