ولسمشر غني افغان طراح تمیم عیسی زاده وستایه

(Last Updated On: April 28, 2016)

vlcsnap-2016-04-28-10h10m11s231

ولسمشرغني د پوهنې د کمپیوټري ارزونې پروګرام طراح تمیم عیسی زاده، چې د افغانستان په استازیتوب یې د امریکا د مخترعانو ټولنې له لوري د معلوماتي تکنالوژۍ د ۱۶۵هېوادونو تر منځپه په نړیواله سیالۍ کې وروستي پړاو ته لار موندلې وه، وستایه.

تمیم عیسی زاده له ولسمشر څخه ځوانانو ته د پاملرنې او ملاتړ له امله مننه وکړه او وایي، دا طرحه د ښوونکیو او زدکوونکیو د والدینو تر منځ همغږي رامنځته کوي، چې والدین وکولای شي په لږ وخت کې د خپلو اولادونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

ولسمشر د تمیم عیسی زاده د دغه نوښت د قدرداني په ترڅ کې وویل؛ هغه ځوانان، چې پخپلوعلمي طرحو  په نړیوالو سیالیو کې مقام ګټي، د خلکو او دولت ملاتړ ترلاسه کوي.

هغه غوښتنه کړې، چې افغانان باید دې طرحې ته رایه ورکړي، چې دغه ښوونیزه او روزنیزه کمپیوتري طرحه پلې او د ګټې اخیستنې وړ شي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د ایران سفارت خپل کونسلي چارې ودرول

(Last Updated On: February 24, 2020) په کابل کې د ایران سفارت نن د کب …