عاجل خبرونه

آریانا تلویزیون ملي گټو ته لومړیتوب ورکړی- حامد كرزى

(Last Updated On: January 22, 2014 11:25 am)

د بیات رسنیز مرکز، چې پر نړیوال ستندرد برابر دی او د افغان انجنیرانو له خوا جوړ شوی، د ولسمشر له هرکلي سره مخ شو.

افغان ولسمشر وایي، د افغانستان رسنۍ له بشپړې آزادۍ برخمنې دي او باید د هېواد د خلکو په گټه وكارول شي.

ولسمشرهمدارنگه وایي، آریانا تلویزیون د تېرو څو کلونو راهيسې په خپلو خپرونو کې ملي گټو ته لومړیتوب ورکړي.

ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د بیات رسنیز مرکز د پرانستې پر مهال وويل:

د بیات رسنیز مرکز په افغانستان کې د رسنیو د ودې لپاره مهم گام دی.

ولسمشر حامد کرزی همدا راز  په تېرو څو کلونو کې د ملي گټو د پیاوړتیا لپاره د آریانا ټلویزیون رول  ارزښتناک بولي.

په وروستیو دولس کلونو کې آزادو رسنیو د پام وړ وده کړې او افغان حکومت هم دا د خپلو لاسته راوړنو ستره برخه بولي.

About Ariana News

Check Also

ترهګر هڅه کوي، چې په هېواد کې مذهبي شخړې پیل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:18 pm) ولسمشر غني وایي؛ ترهګر هڅه کوي، چې …