ولسمشر به د پارلماني ټاکنو په تړاو خپله پریکړه اعلام کړي

(Last Updated On: June 10, 2015)

vlcsnap-2015-06-10-20h41m46s246

ولسمشرۍ ماڼۍ وایی د ولسي جرګې د کاري دورې له پای ته رسېدو مخکې به ولسمشر د پارلماني ټاکنو په تړاو خپله پریکړه اعلام کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستالسید ظفر هاشمي وایي، ولسمشر به راتلونکې اوونۍ له بیلابېلو ډلو سره خبرې پیل او د اساسي قانون په بنسټ دا ستونزه حل کړي.

په همدې حال کې د ولسمشر د ویاند مرستیال وایی، افغانستان پاکستان ته خپل دریځ روښانه کړی او خپلې غوښتنې یې ور سره شریکې کړي دي.

د چنګاښ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته د ولسي جرګې کاري موده پای ته رسیږي او د اساسي قانون پر بنسټ پارلماني ټاکنې له دې مودې مخکې په دیرشو تر شپیتو ورځو جریان کې تر سره شوې وای او نوي وکیلان معرفي شوي وای؛ خو ټاکنې ونه شوې او اوس ولسمشر غواړي دې برخه کې پریکړه وکړي.

له میاشتو میاشتو انتظار وروسته اوس داسې ښکاري چې ولسمشر او اجرایی رییس د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په تړاو وروستۍ هوکړې ته رسیدلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ژر به دغه کمیسیون خپل کار پیل کړي او د حکومت د مشرانو تر منځ په دې تړاو هیڅ مخالفت نشته.

” کمیسیون په څو راتلونکو ورځو کې په خپل کار پیل کوي؛ دا هغه موضوع ده چې په اړه یې راپورونه نشر شوي و چې ګواکي په دې اړه اختلافات موجود دي. موږ دا ډول راپورونه په بشپړه توګه ردوو؛ په دې اړه هیڅ د نظر اختلاف نه دی موجود.

ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانستان پاکستان اړیکې پخوانۍ خو کړکیچنې ګڼي، خو ټینګار کوي چې د افغانستان نوي حکومت د پاکستان په وړاندې خپل دریځ روښانه کړی او کومې غوښتنې چې کابل لري، له اسلام آباد سره مطرح شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني کندهار ته په سفر کې ویلي و چې له شپږدیرشو کلونو را په دیخوا د افغانستان او پاکستان تر منځ نااعلام شوې جګړه روانه ده او په څوارلسو وروسیتو کلونو کې کابل پر پاکستان منلې چې له افغانستان سره یې دغه راز جګړه روانه کړې ده.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په اړه بېړ نۍ ناسته تر سره کړه

(Last Updated On: October 19, 2019)ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په تړاو بېړنۍ …