عاجل خبرونه

ولسمشرحامد كرزى به په روانه اوونۍ كې امريكا ته سفر وكړي- موسى زى

(Last Updated On: September 18, 2011)

د افغانستان د بهرنيو چاروزارت اعلام وكړ، چې:

ولسمشرحامد كرزى په روانه اوونۍ كې د ملگرو ملتونو په شپږ شپيتمه  عمومي غونډه كې د گډون په موخه امريكا ته سفركوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، چې:

تردې غونډې وړاندې به ولسمشر حامد كرزى د امريكا له ولسمشر بارك اوباما سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيك تړون او پرهغو مسايلو خبرې وكړي، چې په دوه اړخيزو اړيكو كې راغلي دي .

د افغانستان د بهرنيو چار وزارت وياند جانان موسي زي د شنبي په ورځ(د وږي په ۲۶) په يوه خبري كنفرانس كې وويل، چې:

ولسمشرحامد كرزى او ملگرى پلاوى به يې د سپتمبر په ۲۱ د ملگرو ملتونو په ۶۶ عمومي  غونډه كې د گدون په موخه امريكا  ته سفر وكړي.

موسى زى وايي، چې:

د دې غونډي په څنډه كې به ولسمشر حامد كرزى د ايران او پاكستان له چارواكو سره او ترغونډې يوه ورځ وړاندې به د امريكا له ولسمشربارك اوباما سره د افغانستان او امريكا ترمنځ د ستراتيژيك تړون او يو شمېر نورو هغو مسايلو په اړه خبرې وكړي، چې د دواړه هېوادونو په دوه اړخيز اړيكو كې نغښتې دي.

دا به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل او افغان ځواكونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو د لومړني پړاو له بشپړیدو را وروسته د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړنۍ ليدنه وي.

په همدې حال کې له څومیاشتو راهيسې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همكاريو د تړون پرسرهم  خبرې روانې دي. تېره اوونۍ د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر کرزي سلاكار ډاکتررنگین دادفر سپنتا له واشنگټن څخه له راستنيدو وروسته  ويلي وه، چې د ستراتيژيك تړون پرسرپه يو شمېر حساسو مسايلو د دواړو لوريو اختلافات حل شوى دى.

د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه  كې  د ۱۹۳ هېوادونو استازي گدون كوي، چې د نړۍ د سولې او امنيت په اړه به خبري وكړي

About ATN News

Avatar

Check Also

اسلامي امارت به په افغانستان کې د جمهوري نظام ځای ناستی نشي

(Last Updated On: August 23, 2019)د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني، چې د …

Leave a Reply

Your email address will not be published.