عاجل خبرونه

ولایتونو ته د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د اساسو توکو لیږد پیل شوی

(Last Updated On: August 29, 2019)

ټاکنو خپلواک کمیسیون که څه هم پرون ویلي وه، چې په بایومتریک دستګاوو کې تخنیکي عوارض پیدا شوي؛ خو اوس وایي، ولایتونو ته د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د اساسو توکو لیږد پیل شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چارشبنې پر ورځ( د وږي ۶) د بایومتریک دستګاوو د تخنیکي نیمګړتیاوو خبره کړې وه؛ خو اوس وایي، ولایتونو ته د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره د اساسو توکو لیږد پیل شوی دی.

ځینې ګوندونه له کمیسیون غواړي، چې د ستونزې د حل کولو ډاډ خلکو ته ورکړي.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مرستیال محمد ناطقي خبرداری ورکوي؛ که د ټاکنو خپلواک کمیسیون خلک د دې ستونزې د حل په تړاو ډاډمن نکړي، بایومتریک دستګاوې به د منلو نه وي.

د جنبش ملي اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج ویلي، چې دا کمیسیون ته د خطریوزنګ دی او باید وپوهیږي، چې په پاتې یوه میاشت کې کمپني کولی شي اړوند تخنیکي ستونزه حل کړي او کارکوونکي یې کارولو ته چمتو شي.       

ټاکنڅاري هم د دې دستګاوو پر تخنیکي نیمګړتیاوو او د ولسي جرګې د ټاکنو په څېر بل ورته کړکېچ اندېښمن کړي دي.

د افغانستان  د رڼو ټاکنو څار بنسټ غړی حبیب الله شینواری وایي، که څه هم د ټاکنو د تر سره کیدو پر ورځ د بایومتریک دستګاوو له کارولو ډاډمن نه دي؛ خو د بایومتریک دستګاوو د غوره کارولو لپاره کمیسیون باید اړوند ماشینونه په څلور ولایتونو کې و کاروي، چې له کارولو یې ډاډمن شي.

بایوومتریک دستګاوې د ټاکنو روڼتیا باوري کولی شي؛ خو د دې دستګاوو د کارولو مساله جدي ښکاري. که یې ستونزه حل نه شوه، په ښکاره درغلیو ته لار برابریدای شي.

خبریاله :دیانا صمدي

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ملي شورا د تورو ښیښو لرونکیو موترو پلټنې غبرګونونه راپارولي

(Last Updated On: October 14, 2019)د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د حکومت قانون ماتولو …