ولایتي شوری: زموږ په وړاندې سياسي او سليقوي چلند شوي

(Last Updated On: October 26, 2014)

sena

د ولایتی شوراګانو ورستۍ پایلو اعلام د مشرانو جرګې تند اغبرګون راپارولي دي.

مشرانو جرګه وايي چې د پايلو په ورستي ليست كې لاس وهنه شوي او روڼتيا نلري.

مشرانو جرګې د تقنين كيميسون په مشري يو پلاوي ته دنده وركړه چې د ولايتي شوراګانو د پايلو په هكله څېړنه پيل كړي.

د ولایتي شوری دغه غړي چې له ليست څخه لري شوي دي، وايي چې د دوی پر وړاندې سياسي او سليقوي چلند شوي او وایي چې پايلي دوی ته د منلو وړ ندي.

دمحمد علم ایزد یار د مشرانو جرګي مرستيال وويل چې د ۱۱ سوو په شااو خوا كي د ولايتي شورا ګانو نوماندانو هم دوی ته شكايتونه كړي او پر ټاكنيزو كميسيونو نيوكې كړي چې د كړنلاري خلاف له دوی سره چلند شوي.

مشرانو جرګې همدا شان پرېكړه وكړه چې د تقتنين كميسيون په مشري يو پلاوی د ټاكنو كميسيون كړني وڅېړي.

د ټاكنود خپلواك كميسيون د مسولينو په وينا شاوخوا دوه نیم زره کاندیدانو څخه ۴۵۸ یې توانېدلي چې ولایتي شوراګانو ته لاره پيداکړي چې د دې کسانو له ډلې ۳۶۱ یې نارینه او پاتې ۹۷ یې ښځي دي.

About Ariana News

Check Also

د قطر په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته وځنډېده

(Last Updated On: April 18, 2019)ټاکل شوې وه، چې د پنچشنبې پر ورځ( د وري …