عاجل خبرونه

وسلوالو طالبانو یوازې له کندوزه د برښنا ۲۰۰ میلیون افغانۍ عاید راټول کړی

(Last Updated On: October 10, 2017 6:37 pm)

چارواکي وایي، په کندوز کې وسلوالو طالبانو له تېرو دوه کلونو څخه له برښنا دوه سوه میلیون افغانۍ عاید راټول کړی دی.

پخوا به وسلوالو طالبانو د خپل واک په سیمو کې له خلکو عشر و زکات غوښته؛ خو په دې وروستیو کلونو کې د عوایدو لپاره پر نورو سرچینو هم ټینګار رامنځته شوی دی.

د برښنا لګښت هغه عایداتي سرچینه ده، چې وسلوالو طالبانو ترې سلګونه میلیون افغانۍ پیسې تر لاسه کړي دي.

طالبانو په تېره دوه کلونو کې یوازې له کندوزه دوه سوه میلیون افغانۍ عواید ټول کړي؛ هلمند او هرات دوه نور هغه ولایتونه دي، چې وسلوال طالبان په کې له برښنا څخه میلیونونه افغانۍ عاید تر لاسه کوي.

د کندز د برښنا شرکت ريیس عبدالحمید حمیدي  وايي، چې وسلوالو طالبانو په کندوز کې له څوارلس زره کورونو د برښنا دغه عاید راټول کړی دی.

د برېښنا شرکت ریاست مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بغلان ولایتي شورا غړی فیروزالدین ایماق وایي، په بغلان کې هم وسلوالو د برښنا ډېرې پیسې راټولې کړي، چې وسلې او مهمات یې پرې اخیستي دي.

د نوموړي په وینا؛ د مدیریتي کمزورۍ له مخې د برښنا عواید نه راټولیږي؛ له همدې کبله د عوایدو ډېره برخه وسلوالو طالبانو ته رسیږي.   

پر دې سربېره وسلوالو طالبانو د هېواد په ځينو سیمو کې د قیمتي ډبرو او فلزاتو پر کانونو هم ولکه ټینګه کړې، چې د کیندنې او استخراج له درکه یې د پام وړ عواید تر لاسه کوي.

دا، چې حکومت ولې د طالبانو د دغو کارونو په مخنیوي کې پاتې دی، ښايي ځواب یې هم یوازې له دوی سره وي.

خبریال : فواد ناصري

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …