عاجل خبرونه

وسلوالو طالبانو د کندوز- تخار د لویې لار پر پوستو بریدونه کړي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018)

امنیتي چارواکو ویلي، چې طالبانو د کندوز- تخار پر لویه لار د ملرغې او چرخ آب پر پوستو  بریدونه کړي دي.

د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه دوه بجې پر یادو پوستو بریدونه وکړل، چې له څوساعتونو وروسته یې بریدونه پر شا وتمبول شول؛ خو دغه لویه لار دمګړۍ د ګواښونو پرلامل تړل شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د لویې لارې یو سرتېری وژل شوی او د تازه مرستې په رارسیدو وسلوال طالبان له سیمې شاتګ ته اړ شوي دي.

About Ariana News

Check Also

د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول

(Last Updated On: دسمبر 13, 2018) له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د …